دخلکو شل زره جريبه ځمکه تصرف شوې ده

کابل باخترد ثور دمياشتې ٣٠ :
د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي دکابل ولايت د ده سبز ولسوالۍ له يوشمير اوسيدونکو سره په کتنه کې د هغوى ستونزې واوريدې.
د ولسي جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د تقنيني چارو دکميسيون رييس قاضي نذيراحمد حنفي اوپه ولسي جرګه کې دکابل ولايت وکيل الله ګل مجاهدهم حاضرو؛ د ده سبز اوسيدونکو د امنيتي ځواکونو له خوا د دوى د زراعتي ځمکو او د استوګنې د ساحو دتصرف له امله شکايت وکړ.
دکابل ولايت وکيل الله ګل مجاهدهم په دې باب خبرې وکړې او ويې ويل: د ده سبز د اوسيدونکو شل زره جريبه ځمکه له دې سره سره چې قانوني او شرعي سندونه په لاس کې لري؛ دکابل د نوى ښار دجوړولو په پلمه تصرف شوې ده.
د ولسي جرګې رييس موضوع دحکومت دعملونو د مطالعې اوڅيړنې ځانګړى کميسيون ته راجع کړه او دغه کميسيون ته يې لارښوونه وکړه چې د يوهيئت په استولو سره موضوع وڅيړي چې د قانون په رڼاکې اجراات وشي .