ورزش

دخلکو او ددولتي مقاماتو له خوا دهيواددکرکټ ټيم تود هرکلى .

کابل باختردلړم دمياشتې اتمه :

دهيواد دکرکټ  لوبغاړي له زمبابوي څخه  دراستنيدو په وخت کې  او دکرکټ  په نړيوالو سياليو کې  دريکارد په ټيګولو سره ددولتي مقاماتو او دخلکو له تاوده هرکلي سره  مخامخ شول .

  دباختراژانس دخبر له مخې ،  دهيواد دکرکټ لوبغاړي  دزمبابوي  دکرکټ له ټيم سره داوو لوبو له ترسره کولو  او دبرياليتوب  له ترلاسه کولو وروسته  نن هيواد ته راستانه شول . او دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې  د زرګونو تنو هيوادوالو له خوا يې تود هرکلى وشو .

دغه برياليتوب  به  دکرکټ  په نړيواله شورا يا اي سي سي  کې دهيواد  دکرکټ ټيم  دلوړيدو سبب شي .

  ديادونې وړ ده چې دهيواد دکرکټ  ملي ټيم  دنړيوالو لوبو  په چوکاټ کې له شل آواره لوبې مخکې دزمبابوي له ټيم سره پنځه ، پنځوس آواره يو ورځني  لوبې  ترسره کړې وې  چې دهيواد دکرکټ  ملي ټيم وکولى شول  ددوو په وړاندې په دريو سره  په کوربه ټيم  بريالى شي .

  د زمبابوي  دکرکټ  ټيم  دکرکټ دنړيوالې شورا  دايمي او اصلي غړى  و ، او په پنځوس آواره  لوبو کې  په نهم رديف کې ځاى ونيو . خو دافغانستان دکرکټ ملي ټيم  دکرکټ  دنړيوالې شورا  په نظر  ددويمې ډلې له ټيمونو څخه  بلل کيږي  او تراوسه پورې  دې ته نه دى  حاضر شوى  چې دافغانستان دملي کرکټ ټيم  دکرکټ دنړيوالو شورا  ددايمي غړي په توګه ومني  خو دغه دوه  برياليتوبونه کولى شي  دکرکټ  په نړيوالې  شورا کې  دافغانستان دکرکټ دملي ټيم دشموليت  او غړيتوب په خاطر  لاره اواره کړي .

  که چيرې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم  دکرکټ په نړيواله شورا کې شامل شي  دکرکټ دلوبغاړو  دروزنې  او دظرفيت دلوړولو او دهند ، استراليا ، انګلستان ، نوي زيلاند ، جنوبي افريقا ، سريلانکا ،بنګله ديش او پاکستان په ګډون دکرکټ دنړيوالې شورا  دلومړى  ډلې له ټيمونوسره  دکرکټ  دلوبو دترسره کولو په شان  زيات امتيازونه  ترلاسه کوي  او دکرکټ  د ډګرونو  دجوړولو په  برخه کې هم مرسته وکړي .

  دکرکټ دلوبو په تاريخ کې دا لومړى ځل دى چې له نړيوالې شورا  څخه بهر يو ټيم او ددويمې ډلې ټيم په  پنځوس اواره نړيوالو سياليو کې دکرکټ  دنړيوالې شورا  يوه غړى ته  ماتې ورکوي .

  دهيواد دکرکټ ملي ټيم  په دغو برياليتوبونو سره  دکرکټ په تاريخ کې ريکارد  ټينګ کړ .

دهيواد دکرکټ دملي ټيم له برياليتوب وروسته  زموږ په زرګونو تنو هيوادوال  ښارونو ته راووتل او دهيواد دکرکټ دملي ټيم  دبرياليتوبونو له امله يې  جشنونه جوړ کړ .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته