فرهنګ

دخطاطي آثارو نندارتون جوړ شو .

کابل/دليندې ٥مه / باختر :
دقلم شکسته دخطاطۍ  اثارو نندارتون پرون دبرادران پيکان دخطاطۍ دهنري اثارو دبنسټ له خوا په ملي نګارستان کې جوړشو .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې نندارتون کې دبرادران  پيکان دخطاطۍ  څه دپاسه دوه سوه اثاره نندارې ته وړاندې شوې دي .
ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنکي چاروسلاکار طارق رشاد دخوشنويسۍ  او دخط دبېلابېلو ډولونو په باب خبرې وکړې او ويې ويل  چې افغانستان دخوشنويسۍ  هنر دپيداېښت  ځاى دى .
په دې مراسمو کې دبرادران پيکان دهنري اثارو دبنسټ مسوول منير پيکان خبرې وکړې او له حکومت څخه يې وغوښتل چې دغه هنر ته  پاملرنه وکړي او له اطلاعاتواوفرهنګ وزارت څخه  يې ددغه نندارتون په جوړولو کې دهمکارۍ له امله قدرداني وکړه .
وروسته دميمنګي هنرستان رييس محمدهاشم شارق اودملي نګارستان آمرې صابرې  رحماني دموضوع په باب خبرې وکړې او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته يې د برادران پيکان دبنسټ  له خوا ددوه خطاطۍ  اثارو دورکولو په خاطر مننه وکړه دغه نندارتون د دريو ورځو  لپاره دمينه والو پرمخ پرانستې دى .
ختم_ج _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته