ښوونه او روزنه

دخصوصي لوړو زده کړو دموسسو پنځه ويشت تنه استعداد لرونکي ځوانان به هندوستان ته واستول شي

-کابل باختردوري دمياشتې ١٣ :
سلو تنو ځوانانو نن دازهردلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت دکانکور ازموينه ورکړه .
دغه ځوانان دهغو زده کوونکو له جملي څخه دي چې  دلوړو زده کړو په دولتي موسسو کې  دشموليت دکانکور په ازموينه کې بي نتيجي اعلام شوي دي او داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارودمعينيت له لاري معرفي شوي وو.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې دغه ازموينه دازهر دخصوصي لوړو زده کړو په موسسه کې واخيستل شوه او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين تيمورشا اسحق زي  دازمويني بهير وکوټ .
اسحق زي دباختراژانس خبريال ته وويل  چې پنځه سوه تنه ځوانان ددغه معينيت له لاري دغي موسسي ته معرفي شوي دي چې په ازموينه کې په برياليتوب سره په سلو کې  په پنحوسو تخفيف سره  خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.
ده زياته کړه  دخصوصي لوړو زده کړو دموسسو پنځه ويشت تنه غوره او استعداد لرونکي ځوانان به په نږدي راتلوونکي کې دسيرعلمي په خاطرهندوستان ته واستول شي .،
دازهر دلوړو زده کړو دموسسي درييس دڅرگندونوله مخې  دغه موسسه د حقوقو او سياسي علومو، کمپيوترساينس ، شرعياتو ، ښوونې اوروزنې ، عربي  ژبي او رياضي  پوهنځي لري چې اتياتنه ځوانان پکي زده کړه کوي.
ده  وويل چې دهر سمستر فيس شپږسوه ډالره دي  اوهغو ځوانانو ته چې دځوانانو دمعينيت له لاري معرفي کيږي په سلوکې پنځوس تخفيف په پام کې نيول شوي دي.
دځوانانو دچارو دمعين دڅرگندونوله مخي   تراوسه پوري  دخصوصي لوړو زده کړو له شلو موسسو سره دزده کړي ددوام په خاطر دځوانانو دجذب قرارداد لاسليک شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته