کابل باختر دوري نهمه
په فراه ولايت کې پرون له وسله والو طالبانو سره په نښته کې ديوخصوصي شرکت پنځه تنه ساتونکي ووژل شول .
امنيتي مقامات وايي په دې نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي .
دفراه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال شمس الرحمن زاهد باختر اژانس ته وويل ، ددواړو لورو ترمنځ جګړه هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو د فراه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ په ده زک کلي کې ددغه امنيتي شرکت په قراګاه بريد وکړ اوله امله يې دخصوصي امنيتي شرکت پنځه تنه ساتونکي او دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ديادونې وړ ده دغه خصوصي امنيتي شرکت دفراه ، نيمروز او کندهار په ولايتونوکې دايساف دځواکونو داکمالاتي کاروانونو دليږدونې دامنيت دتامينولو مسووليت په غاړه لري