دخبري عکاسۍ روزنيزه دوره پيل شوه

کابل باختردزمري دمياشتې ١٣ :
دافغانستان درسنيو دخاوندانو دځانګړې خبري عکاسۍ لومړۍ لنډمهاله روزنيزه دوره نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو دنړيوال مرکز په تالار کې پيل شوه.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې : دغه روزنيزه دوره داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په نوښت او په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت درايزنۍ دفرهنګي برخې په همکارۍ پيل شوې ده .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې سيمين حسن زاده ددغې روزنيزې دورې دپرانستلو په مراسمو کې په مطبوعاتو کې دعکس او عکاسۍ درول او دهغو داغيزې په اړوند معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې عکس دحقايقو منعکس کوونکى دى چې واقعيتونه په ډاګه کوي او په تاريخ کې يې ثبتوي .
دې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په بيلابيلو برخو په تيره بيا دمطبوعاتو په برخه کې دروزنيزو او مسلکي زمينه دبرابرولواړتيا ته اشاره وکړه او دروزنيزې دورې دپروګرام جوړول يې دبرخه والو دمسلکي پوهې دکچې په لوړولو کې يو اغيزمن او ارزښتناک کام وباله اوپه دې برخه کې يې دايران داسلامي جمهوريت دهمکاري له امله مننه وکړه .
دغه راز په دغو مراسمو کې دباخترآ ژانس رييس خليل مينوي په مطبوعاتو کې دعکس دارزښت په باب معلومات وړاندې کړل او ويې ويل : چې خبري عکاسي دژورناليزم يوه مهمه برخه ده چې له دې لارې کولاى شو دټولنې بيلابيل واقعيتونه او پيښې منعکسې کړو.
دباخترآژانس رييس وويل : دغه روزنيز پروګرام دايران داسلامي جمهوريت دعکاسۍ دبرخې ديو مسلکي او مجرب استاد فرامرز عامل برده بار په همکارۍ يوه اوونۍ دوام کوي او په هغه کې دباختر آژانس ، ملي راډيو ټلويزيون او ددولتي ورځپاڼو اوددغه وزارت دخپرونو دنورو برخو نږدې څلويښتو تنو خبريالانو او فوتو راپورترانو ګډون کړى دى .
دغه راز په کابل کې دايران درايزنۍ استازي هم په خبرو کې عکس او عکاسي دټولنې افرادو ته دپيښو منعکس کوونکي او څرګندونکي وبلل او زياته يې کړه چې عکس آن بيسوادو کسانو ته هم خبرې کوونکې ژبه ده او هغوى هم کولاى شي له عکس څخه خپل برداشت ولري .
دغه راز ده څرګنده کړه چې دايران داسلامي جمهوريت او دافغانستان داسلامي جمهوريت له ژمنې سره سم بايد په فرهنګي برخه کې زياتې همکارۍ ولرو او دفرهنګي روزنيزو پروګرامونو په دوام باندې يې ټينګار وکړ.