دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالې کچه ټيټه شوې ده

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٥ :
په افغانستان کې په ٢٠١٢ ميلادي کال کې دخبريالانو پرخلاف  دتاوتريخوالې کچه دتيرکال په پرتله په سلو کې څوارلس  ټيټه شوې ده .
دباخترا ژانس  دخبريال دخبرله مخې  درسنيو دڅيړنې رييس  صديق الله توحيدي نن په هغې  غونډۀ کې  چې له همدي امله  په   نى  موسسه  کې جوړه شوې وه وويل  په افغانستان کې په  ٢٠١٢  ميلادي کال  دخبريالانو دوژنې ، ټپي کولو، وهلو ډبولو اوګواښ موارد ټول ٦٩ پيښو ته رسيږي.
ده وويل چې دافغانستان دحکومت له خوا دخبريالانو دوهلو ډبولو  نيولو  اوګواښ ٤٥ مورده اوڅلور مورده يې چې دخبريالانو دوژنې  دناټو دځواکونو له خوا  او ١٩  مورده يې دناپيژندل شويو کسانوله خوا په افغانستان کې دخبريالانو په وړاندې شوي دي.
ده زياته  کړه  هغه شميرنې چې درسنيو دڅيړنې  په دفتر کې ثبتي شوي دي  ٦٩  پيښې دي .
دده دڅرگندونوله مخې  هغه موارد  چې خبريالان دهغه  افشا کولو ته حاضر نه و په دغه شميرکې شامل شوي نه دي .
ده  زياته کړه دتيروکلونو په پرتله دغه پيښي په سلو کې  څوارلس کمښت ښيي .
ده په دې غونډه کې  امنيتي ستونزي  اود چاپي رسنيو  مالي ستونزي يادونه هم وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته