فرهنګ

دخبريالانو دمالي ملاتړ له صندوق سره بايد ملاتړ وشي .

کابل باختر دمرغومي پنځلسمه :
دخبريالانو دمالي ملاتړ دصندوق رييس دهيواد له سوداګرو او خبريالانو څخه غواړي چې  له دغه صندوق  سره دې مالي ملاتړ وکړي او پايښت يې تضمين کړي .
ددغه صندوق رييس اصف وردګ چې نن يې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دمطبوعاتو په تالار کې  په يوه خبري  کنفرانس کې خبرې کولې وويل چې دغه صندوق دهيواد دخبريالانو  دمالي ملاتړ لپاره جوړ شوى دى او خبريالان  او سوداګر دې بايد له دغه صندوق سره مالي ملاتړ وکړي .
ده له خبريالانو څخه وغوښتل چې ددغه صندوق غړيتوب ترلاسه کړي او ددغه صندوق دپايښت  زمينه دې تضمين کړي  . دخبريالانو  دمالي ملاتړ دصندوق رييس وويل چې دغه صندوق په بشپړه  توګه محفوظ دى او په هيڅ  صورت به اجازه ورنه کړي چې دهغه له مالي مرستو څخه ناوړه استفاده  وشي .
ده وويل چې دهيواد ټول خبريالان کولاى شي  دغه صندوق وڅاري او له مسوولينو څخه يې پوښتنې وکړي .
وردګ تاييد کړه هغه خبريالان چې ددغه صندوق  غړيتوب لري په خاصو مواردو کې دصندوق  له وضع شوي طرز العمل  سره سم کولاى شي ددغه صندوق  له پيسو څخه استفاده وکړي اودملاتړ وړ وګرځي .
دده دڅرګندونو له مخې  په ځينو مواردو کې آن خبريالان کولاى شي له دغه صندوق څخه اوږد مهال پورونه ترلاسه کړي .
داطلاعاتواو فرهنګ  وزارت دخپرونو رييسې او ددغه صندوق  د عامل هيئت غړې نجيبې مرام وويل: تراوسه پورې يوشمير جګپوړو حکومتي مقاماتو ، دمشرانوجرګې غړو ، سوداګرواو خبريالانو له دغه صندوق سره مالي ملاتړ کړى دى .
ددې دڅرګندونو له مخې، تراوسه پورې نږدې يو مليون افغانۍ دغه صندوق ته راټولې شوې دي چې له دغو مرستو څخه نږدې  سل زره افغانۍ ديوه شهيد خبريال له کورنۍ  او له هغو دوو تنو خبريالانو سره چې په دې وروستيو  وختو کې دحرفوي کار په بهير کې  زيانمن شوي دي مرسته شوې ده .
دصندوق  منشۍ ماري نبرد ائين  هم له دغه صندوق سره په ملاتړ باندې ټينګار  وکړ او له خبريالانو څخه يې وغوښتل چې ددغه صندوق  دپايښت دتضمين لپاره دې دهغه غړيتوب ترلاسه کړي او مالي ملاتړ يې وکړي  چې په راتلوونکي  کې دغه صندوق دافرادو او اشخاصو مرستې ته اړتيا ونه لري .
  دنبرد ايين  دڅرګندونو له مخې، دصندوق  دوام  په خپله دژورناليستانو په ملاتړ پورې اړه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته