دخاور ټيم داستقلال ټيم ته ماتې ورکړه

کابل- باختر دلړم څواړلسم
دکابل دغوره ليک سياليو پرون په دوو لوبو سره دوام وکړ.
دافغانستان دفوټبال فدراسيون درسنيو مسوول احمد شاه ساير باختر آژانس ته وويل په لومړى لوبه کې چې دخاور او داستقلال دټيمونو ترمنځ وشوه لوبه دصفر په مقابل کې په يوې سره دخاور ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دمشعل او دجوانان کابل دټيمونو ترمنځ لوبه ديوې په مقابل کې په يوې سره برابره پاى ته ورسيده .
دغه سيالۍ دنولسو غوره ټيمونو ترمنځ په کابل کې پيل شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته