نړۍ

دحمص ښار دسوريې له ياغيانو څخه تش شو.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٩
د سوريې دولتي ټلويزيون اعلام وکړ چې ددغه هيواد د ياغيانو وروستۍ ډله دحمص له زاړه ښار څخه ووتل او دغه ښار اوس په بشپړه توګه د دولت ترکنترول لاندې دى.
دحمص ښار دوه کاله مخکې د وسله والو ياغيانو له خوا ونيول شو .
داسوشتدپرس دخبري آژانس دخبر له مخې :  د سوريې دولتي ټلويزيون اعلام وکړ چې ياغيان پرون  غرمه په بشپړه توګه له حمص څخه   ووتل او اوس ټاکل شوې ده دولتي ځواکونه دغو  سيمو ته ننوځي.
په دې موده کې چې دحمص ښار دياغيانو په تصرف کې و دبمباريو له امله دوه زره دوه سوه تنه په دغه ښار کې ووژل شول .
دحمص خوشي کول دسوريي د دولت او ياغيانو ترمنځ د موافقې له مخې شوى دى دا دهغو خبرو نتيجه ده چې دملګرو ملتو سازمان په منځگړيتوب او د  خبرونو له مخې په سوريې کې د  ايران دسفير په حضور کې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته