کابل باختر د کب لسمه :
دحقاني د شبکې يو قوماندان پرون په لوګر ولايت کې د ملي دفاع وزارت د خاصو قطعاتو د فعاليت په بهيرکې ونيول شو.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: د ملي دفاع وزارت دخاصو قطعاتو ځواکونو دلوګر ولايت دپل علم ښار په مربوطاتوکې امنيتي فعاليت ترسره کړ چې له امله يې د حقاني د شبکې يو قوماندان له دوو تنو ساتوونکو سره يې ونيول شو .
ويل کيږي په دغو عملياتوکې له دوې څخه يو شمېر سپک او درانده جنګي وسايل، پوځي جامې او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ