امنیت

دحقاني د شبکې يو قوماندان ووژل شو

کابلباختر د ميزان ٢
په ميدان وردګو کې تيره شپه د ناټو د هوايي ځواکونو د الوتکو په عملياتوکې د حقاني د شبکې يوقوماندان له دوو همکارانو سره يې ووژل شو.
د ميدان وردګو د والي ويندوى عطاءالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل: دغه قوماندان له دوو تنو همکارانو سره يې د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ په مربو طاتوکې د ناټو دجنګي الوتکو د هوايي بريد له امله ووژل شو.
د ده دڅرګند ونو له مخې: دغه قوماندان حبيب الرحمن نو ميده او مشهور په تلوار و.
په دغوعملياتوکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته