کابلباختر د ميزان١٦
دحج او اوقافو وزارت نن په کابل کې دعربي متحده اماراتو له سفارت سره تفاهم ليک لاسليک کړ. چې له ا مله يې دعربي متحده اماراتو يو روزنيز پروګرام دشلو زرو تنو خطيبانو ، ملا امامانو او واعظانو لپاره تر سره کوي .
د باختر آژانس دخبريال دخبر له مخې ، دحج او اوقافو وزارت سرپرست ډاکترداعي الحق عابد دتفاهم ليک د لاسليک په وخت کې وويل : د دغه تفاهم ليک له امله يوشميرخطيبانو اوملا امامانو ته روزنيز پروګرامونه جوړيږي چې ددووکلو نو په بهير کې به شلو زرو تنو ته لا زمې روزنيزي زده کړې ترسره کړې .
ده زياته کړه هره روزنيزه دوره به پنځلس پنځلس ورځې وي. چې په هره ورځ کې به دتجويد، د دعوت او دخطبې د لارو چارو په باب لوست ورکړ شي .
ددغې پرو ژې لګښت اوومليونو ډالرو ته رسيږي چې دعربي متحده اماراتو له خوا ورکول کيږي .
1 1 دقیقه لوستل