کابل باختردثوردمياشتې ١٩ :
دحج او اوقافو وزارت خبرتيا
څرنګه چې زموږ هيواد وال خبر دي دثور دمياشتې له لومړۍ نيټې څخه د پنځلسو ورځو لپاره دحج دغوښتونکو دنوم ليکنې بهيردوام درلود.
له همدې امله دثور دمياشتې په شلمه نيټه دشنبې په ورځ د هېواد په ټولو
ولايتونو کې داړونده هيت تر نظرلاندې پچه اچونه ترسره کيږي .
دکابل ښار دناحيو پچه اچونه به هم په همدې نيټه دسهار په نهو بجو دعيدګاه
په جامع جومات کې داړوندو ادارو دګډ هيت او دملي شورا داستازو ترنظر
لاندې ترسره شي .
دحج غوښتونکي کولاى شي دپچې اچونې په بهيرکې ګډون وکړي.
داضافي اشخاصو له شتون څخه بخښنه غوښتنه کيږي .