کابل باختر د ثور څوارلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په نامه دهيواد دشمال په ولايتونوکې دوروستيو سيلاونو دراوتلو له امله دسرداوښتنو زيانونو او دبدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ کې دځمکې ښوئيدنې دزړه بوږ نوونکي پيښې په اړوند ددوستو هيوادونودمشرانو دايران داسلامي جمهوريت دجمهور رييس ډاکتر سيدحسن روحاني دتاجکستان دجمهور رييس امام علي رحمان او دپاکستان داسلامي جمهوريت دصدراعظم ميامحمد نوازشريف له خوا کابل ته د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ پيغامونه رارسيدلي دي .
په پيغامونوکې ددغو پيښو له مصيبت ځپلو کسانو سره داړتياوړ هر راز مرستې دتياري په ترڅ کې ددوى متبوع هيوادونو ددولتونو دمشرانو اوخلکو د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ مراتب دافغانستان دولت اوخلکو او دقربانيانو کورنيو ته څرګند شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ