ټولنه

دحامدکرزى دخواشني پيغام

کابل باختر د مرغومي يوولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت پخواني جمهور رئيس حامد كرزي د هلمندولايت د سنگين ولسوالۍ پر هغې غمجنې پېښې سخته خواشيني څرګندوي چې په ترڅ كې يې زموږ لسګونو بيګناه هيوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.
باخترآژانس ته په راسيدلي خبرکې ويل شوي دي.
د رسنيو د رپوټونو له مخې دغه پيښه د واده پر مراسمو د يو توغندي د لګېدو له امله رامنځته شوې ده.
حامد كرزى شهيدانو ته د جنت، ټپيانو ته د عاجلې روغتيا او د قربانيانو كورنيو ته د لوى خداى (ج) د صبر غوښتنه كوي.
حامد كرزى دغه غير انساني بريد په كلكه غندي او هيله لري چې عاملين يې ډېر ژر معلوم شي او د هيواد له قوانينو سره سم ورته سخته سزا ور كړى شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته