فرهنګ

دجګړې دقربانيانو دخاطرو او دناتار دتکرار دمخنيوي د صندوق نندارتون جوړشو

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٩ :
دجګړې د قربانيانو دخاطرو او د ناتار د تکرار د مخنيوي دصندوق نندارتون  دکابل ښار په ابن سينا پوهنتون کې جوړشو.
دغه نندارتون دبشردحقوقو او دموکراسي د سازمان له خوا دشپاړلسو مدني مرکزونو په همکارى اوپه کابل کې دکاناډا دسفارت په مالي مرسته جوړشو چې په هغه کې دجګړې دقربانيانو  اثار د خاطرو په شلو صندوقونو کې نندارې ته وړاندې شول .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکار جلال نوراني د دغه نندارتون دپرانيستلو په وخت کې په دې ترڅ کې چې د اطلاعاتو اوفرهنګ د وزير ډاکترسيدمخدوم رهين دښه نيت پيغام ددغه نندارتون جوړونکو ته ورساوه، وويل: په هغو هيوادونوکې چې جګړې تيرې کړې دي؛ دجګړو د آثارو موزيمونه شته. هغوى ددغه شان موزيمونو په جوړولوسره، د جګړو مصيبتونه د راتلوونکو نسلونو لپاره نندارې ته وړاندې کوي او ديرش ټوکه کتابونه يې چې دجګړو په بهيرکې ورته زيان اوښتى و، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا د نندارتون مسوولينو ته وسپارل چې د ( جګړو دخاطراتو د صندوق ) په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، دبشردحقوقو دخپلواک کميسيون رييس ډاکترې سيماسمر،  جګړه دګاونډيو هيوادونو ترمنځ دافغانستان دبيرته پاتې والې ستر عامل وباله او ويې ويل: په جګړه کې هيڅوک نه بريالى کيږي؛ ټول ناکاميږي.
دې ددغه پروګرامونو جوړول دهغوکسانو د دردونو او کړاونو دکمښت لپاره ښه زمينه وبلله چې دجګړې له امله زيانمن شوي دي .
دغه راز دې، دغه نندارتون راتلوونکو نسلونو ته دجګړې د درد څرگندوى وباله.
دغه راز په ولسي جرګه کې دخلکو استازې فوزيې کوفي، دکابل ښاروالۍ مرستيال انجينرخوږمن علومي او د سولې دشورا غړې ناجيې زيوري هريوه د جګړې  دپايلو په اړوند خبرې وکړې .
دبشردحقوقو او د دموکراسي دکميسيون اجرائيوي رييس خداداد بشارت  دنندارتون جوړول، د جګړې د زيانونو او د سولې د ارزښت بيانول وبلل او ويې ويل: ددغه شان نندارتونونو له لارې کولاى شو د جګړې له امله اوښتي زيانونه او تاوانونه راتلوونکو نسلونو ته وليږدوو  او د سولې مفکوره پياوړې کړو.
دغه نندارتون د دوو ورځو لپاره د مينه والو پرمخ پرانيستى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته