سیاست

دجي – ٧ دډلې په ګډون دوزيرانو غونډې خپل کار ته دوام ورکړ .

کابل باختر دوري  پنځمه :
دجي _ ٧  په ګډون دبحران ځپلو هېوادونو دوزيرانو څلورمې غونډې نن هم په کابل کې خپل کار ته دوام ورکړ .
دباختراژانس دخبرله مخې :په دې غونډه کې چې دجي – ٧ دډلې په شمول شلوبحران ځپلو هېوادونودوزيرانو  او جګپوړو مقاماتو ، دملګروملتو دسازمان او دځينو ملي او اقتصادي نړيوالو بنسټونو  داستازو او په کابل کې د بهرنيو هېوادونو دسفيرانو او استازو په ګډون جوړه شوې ده دسولې دتامينولو ، پرمختيا ،ښې حکومتوالۍ ، دکاري فرصتونو دبرابرولو او دپرمختيايي هېوادونو دچلنجونو دحل کولو دلارو چارو دموندلو په باب خبرې کيږي .
ددغې غونډې په  ننني کار کې دهېواد يوشمير مسوولينو داړوندو څانګو  دپروګرامونو ،  په ستونزودبرياليتوب دلارو چارو او دګډو همکاريو په اړوند معلومات ورکړل .
ددغې غونډې په اړوند زيات تفصيل  وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته