دجومات يو ملاامام خپله ميرمن ووژله .

کابل _ باختردثور اوولسمه :
دتخار ولايت په مربوطاتو کې دجومات يو ملا امام پرون  خپله ميرمن ووژله .
دتخار ولايت دښځو دچارو رييسې رزم ارا حواش  باختراژانس ته وويل، دتخار ولايت دچال ولسوالۍ ديو جومات يو ملا امام  دکورني تاوتريخوالي له امله خپله ميرمن په ډزو سره ووژله .
  حواش زياته کړه:  دغه ملا امام درې ميرمنې لرلې خپله دريمه ميرمن يې چې درې کاله مخکې يې واده کړې وه ووژله .
ويل کيږي چې تورن له ساحې څخه تښتيدلى  او دده دوه نورې ميرمنې  پوليسو نيولې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته