ټولنه

دجوماتونو امانو او خطيبانو دجمعې د لمانځه په خطبو کې دهيواد دقومونو ترمنځ ديواوالي او پيوستون دپياوړتيا غوښتنه وکړه.

 کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٣
دکابل ښار ديو شمير جوماتو او تيکه خانو امانو او واعظانو نن د جمعې دلمانځه په خطبو کې دهيواد دقومونو ترمنځ په يووالي او پيوستون ټينګار وکړ او دهيواد له مسلمانو خلکوو څخه يې وغوښتل چې له نفاق څخه لرې و اوسي او په ملي يواوالي او پيوستون سره دراتلونکې په لور لاره  پرانتيزې
دغه راز دوى  د هيواد مسلمان خلک  له اسراف څخه ډ ډې کولو ته را  وبلل  او يې ويل نن افغانستان له بل هر وخت څخه زيات دهيواد دقومونو ترمنځ سولې ثبات او دملي يووالي ته  زياته اړتيالري  او هغه څه چې دملتونو د نابودي سبب کيږي نفاق دى .
په دې خطبو کې له خلکو وغوښتل شول چې دباثباته افغانستان ته د رسيدو او په هيواد کې دسولې او ثبات دتامينولو لپاره دهيواد دقومونو ترمنځ يواوالي پياوړې کړي .
دغه راز ملا امانو او واعظانو له خلکو وغوښتل چې دسون او خوراکي توکو په لګښت کې له اسراف څخه ډ ډه وکړي  او په هيواد کې د ژوندانه دچاپيريال ساتنې په خاطر چې په يوه   بدله شوې ده پاملرنه وکړي ى او دغير طبعيي سون  توکو له استفادې څخه چې د ژوندانه چاپيريال ککړوي  او دناروغيور خپريدو سبب کيږي ډ ډه وکړي .
په همدې ډول دخوراکي او سون توکو دبيو دزياتوالي په باب له اړوندو مسولينو څخه يې وغوښتل چې دبيو کنترول وکړي او په چټکو اقداماتو سره   د احتمالي ستونزو  د رامنځته کيدو مخه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته