کابل باختر د تلې نهه ويشتمه :
په جوزجان کې يوشمير کروندګرو نن تراکتورونه ترلاسه کړل .
دجوزجان ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس محمد رحمن ارغنديوال باختراژانس ته وويل چې دڅلورو مليونو افغانيو په ارزښت شل تراکتورونه دجرمن اګرواکشن ددفترله خوا دجوزجان ولايت دمرکز دڅلورو کليو او ددغه ولايت ددريوولسواليو دشلو کليو په کروند ګرو وويشل شول .
ويل کيږي چې ددغو تراکتورونو دکارولو په موخه پخوا دکرنې داوبو لګولو دادارې له خوا بزرګانو ته روزنيز پروګرام جوړ شوى و .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغوتراکتورونو ويش به دکرکيلې دميکانيزه کولو ، داقتصاد دودې ، دکرکيلې دکچې دلوړولو او دکرنيزو محصولاتو دزياتوالي لپاره مثبت بدلون وي
کروندګر دتراکتورونو دويش دبهير له امله خوښ دي اووايي چې دکرکيلې لپاره ددوى دځمکوپه چمتو کولو کې اسانتياوې برابريږي .
ختم_ ف _اکرم
0 1 دقیقه لوستل