ټولنه

دجوزجان مدني ټولنه ماشومانو ته دزده کړې اوتفريح زمينه برابروي

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٩ نيټه : له هغو ماشومانوسره چې په واټونوکې په شاقه کارونو بوخت دي ددوستي اومينې جشن په جوزجان کې جوړشو. دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ د جوزجان ولايت دمدني ټولنې يوه مسوول محمدرسول سادات ددغه جشن دجوړولو هدف له هغو ماشومانو څخه ملاتړ وباله چې ديوې مړۍ ډوډۍ پيداکولو په خاطر هره ورځ دښار په واټونو کې په شاقه کارونو بوخت دي . سادات وويل چې دوى ددغه جشن په جوړولوسره دغو ماشومانو ته دتفريح زمينه برابروي او زده کړې ته ددغو ماشومانو دهڅونې په خاطر په هغوى باندې ددرسي توکو بستې ويشي. دى وايي چې دوى هلې ځلې کوي چې د ماشومانو د حقوقو د بنسټونو په همکارۍ هغو ماشومانو ته چې په واټونو کې کار کوي دځواکمن کولو لپاره مرکزونه جوړ او په هغو کې ماشومان تر روزنې لاندې ونيسي . پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته