ټولنه

دجوزجان د ولايتي شورا نوې ودانۍ پرانستل شوه

شبرغان باختر دوږي دمياشتې ٢١  نيټه  :
د جوزجان د ولايتي شورا نوې ودانۍ نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
د جوزجان د ولايتي شورا رئيس مولوين عبدالحى د باختر آژانس خبريال ته وويل  چې دغه ودانۍ د افغانستان د ثبات د ټينګښت د نوي پروګرام له بودجې څخه د ديارلسو ميليونو نهه سوه زره افغانيو په لګښت د ٣٩٥ مربع متره ځمکې په ساحه کې په يوه کال کې جوړه شوې ده.
خبرځاى زياته کړه: دغه ودانۍ په دوو پوړونوکې جوړشوې ده چې لس اداري خونې ،  د کنفرانسونو سالون او نور ضروري ملحقات لري .
ويل کيږي دغه ودانۍ د جوزجان د والي لطف الله عزيزي له خوا پرانستل شوه.
پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته