کابل باختردجوزا دمياشتې ٨ :
دجوزجان ولايت دملي امنيت د ادارې يو مسوول دماين په چاودنه کې ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول.
دآقچې ولسوالۍ دملي امنيت مدير ډګروال منزالله نن غرمه کله چې ددغې ولسوالۍ دسقزکول سيمې ته ديو پوځي ماموريت په لور روان و دسپرلۍ موټر يې
په ماين وخوت چې دچاودنې له امله يې له خپل يو کارکوونکي سره شهيد کړاى شو.
دجوزجان دوالي مرستيال عبدالرحمن محمودي باخترآژانس خبريال ته وويل :
ددغې چاودنې له امله دآقچې ولسوالۍ دملي امنيت مدير له خپل يو کارکونکي سره شهيد شو او دملي امنيت دوه تنه کارکوونکي او دوه تنه پوليسان ټپيان شول.
دمحمودي دڅرګندونوله مخې : دملي امنيت ددغې ادارې دغه مسوول دځانګړو
عملياتو دترسره کولو لپاره د آقچې ولسوالۍ يوې لرې سيمې ته روان وو چې چاودنه او و وژل شول.
دجوزجان دوالي مرستيال وسله وال طالبان دملي امنيت دادارې ددغه چارواکي دترور مسوول وبلل او ويې ويل ، چې امنيتي ځواکونو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي .
په همدې حال کې دجوزجان په يوه روغتون کې ډاکترانو ددغې پيښې ددوو تنو
ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
0 1 دقیقه لوستل