دجنوبي کوريا د دفاع وزيرته په مشکوکو پوډرو دککړ ليک ليږل
سيول دي نيوز باخترد ثور دمياشتې ٤ :
د جنوبي کوريا حکومت اعلام وکړ چې څه موده مخکې ددغه هيواد د دفاع وزير کيم ګووان جين هغه ګواښوونکى ليک چې په سپينو پوډروککړ و؛ ترلاسه کړى دى.
اوس کارپوهان د پوډرو د منشا د موندلو په حال کې دي، څو په دې پوه شي چې د دفاع د وزير روغتيا ګواښيږي که څنګه ؟
د جنوبي کوريا دغه رسمي مقام زياته کړه: دغه ليک د هغو سلګونو اعلاميوته ورته دي چې تېره اوونۍ د دفاع وزارت ودانۍ ته څېرمه خپرې شوې وې.
په دغو اعلاميوکې د جنوبي کوريا د دفاع وزير کيم ګووان جين ته دشمالي کوريا په وړاندې دخپل سخت دريځ په خاطر ګواښ شوى و.
دجنوبي کوريا حکومت ليږل شوى ليک د تروريستي عملياتو د ترسره کولو لپاره د هلوځلو په توګه بللى دى .