امنیت

دجمهور رييس په لارښوونه دننګرهار له جيل څخه دشپږويشتو بنديانو خلاصون

کابل باختر دمرغومى  پنځه ويشتمه :
دجمهور رييس  غني له لارښوونې سره سم شپږ ويشت تنه بنديان دننګرهار ولايت  له مرکزي جيل څخه آزاد شول چې نهه تنه يې ښځې دي . 
دغه بنديان داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى ( ص)  دنيکمرغه ميلادي په درناوي  دجمهور رييس  له فرمان  سره سم  له بند  څخه آزاد شول .
دننګرهار ولايت دمرکزي جيل  آمر عبدالولي حصارک  دباخترآژانس  خبريال ته وويل چې دغو بنديانو  په ډول ډول جنايي جرمونو لاس پورې کړى و  او دبند  موده يې پاى ته رسيدو ته نږدې شوې وه .
دغه راز دجمهور رييس  له دغه فرمان سره سم دننګرهار ولايت په مرکزي جيل کې دڅلويښتو تنو نورو بنديانو دبند په موده کې تخفيف  راغلى دى .
  همدا اوس دننګرهار ولايت په مرکزي جيل کې  يوزرو شپږ سوه  څلور اويا تنه بنديان شپې سبا کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته