دجمهور رييس ويندوى : د افغانستان دولت دطالبانو د بنديانو د ازادولو په باب دپاکستان داقدام هرکلى کوي .
کابل _ باختر دمرغومي دولسمه :
دجمهوري رياست ويندوى ايمل فيضي د اتو تنو بندي طالبانو دخلاصون په باب دپاکستاني مقاماتو دتصميم هرکلى وکړ .
فيضي چې په دې باب يې دباختر اژانس له خبريال سره خبرې کولې زياته کړه چې دافغانستان دولت دپاکستاني مقاماتو د دغه اقدام دهرکلى ترڅنګ ددغه هيواد له مقاماتو څخه غواړي چې نور بندي طالبانو هم ازاد کړي .
ده څرګنده کړه: پخوا دافغانستان دسولې دعالي شورا د رييس صلاح الدين رباني او دبهرنيو چارو د وزير ډاکتر زلمى رسول په مشرۍ د افغانستان د سولې دعالي شورا هيئت په هغه سفر کې چې اسلام اباد ته يې وکړه؛ د هغو بندي طالبانو ازادول چې د افغانستان د سولې دبهير په ګړندي کولوکې اغيزمن دي؛ طرحه کړې و .
دجمهوري رياست له ويندوى څخه پوښتنه وشوه چې په قطرکې د طالبانو د نمايندګى د دفتر د جوړولو په وړاندې د افغانستان د دولت دريځ څه دى ؟
وويل: د افغانستان دولت غواړي چې له دغه دفتر څخه د داسې پتې په توګه کار واخيستل شي چې په افغانستان کې د سولې له بهير سره مرسته وکړي او د طالبانو دمشرتابه له خوا د دغې پتې ته کسان دخبرو په مقصد معرفي شي .
ده دغه راز طرحه کړه چې دافغانستان دولت په دغه هيوادکې د بين الافغاني خبرو پلوي دى او هرهغه هڅه چې له ستونزو پرته په افغانستان کې د ريښتنې سولې دټينګښت سبب شي؛ ملاتړ کوي. په دې شرط چې دمخالفينو لورې دافغانستان اساسي قانون ومني او له تروريستي ډلو او القاعده سره خپلې اړيکې وشلوي او دملي ارزښتونو درناوى وکړي.
له ده څخه امريکاته دجمهور رييس دسفر په باب پوښتنه وشوه، ده وويل: د غه سفر يواځې له امريکا سره دامنيتي سند د لاسليک په خاطر نه کيږي .
دهيواد جمهور رييس په دې سفر کې دامريکا له جمهور رييس او له نورو مقاماتو سره د امنيتي مسووليتونو د ليږدونې، داقتصادي او سياسي مسئلو او د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا او سمبالولو په ګډون چې له بده مرغه په تېرو لسو کلونو کې دافغانستان دمتحدينو له خوا کمه پاملرنه ورته شوې ده؛ دمهمو مسئلو او دغه راز له مخالفينو سره دسولې دمسئلې او د امنيتي سند دلاسليک په باب به خبرې وکړي .
دده دڅرګندونو له مخې: له امريکايي مقاماتو سره د دغو مسئلو داساساتو په باب خبرې کيږي او هم دبدلون دلسيزې ، ددغه لسيزې دتمويلوونکي او د بدلون په لسيزې پورې داړوندومالي مرستو دڅرنګوالې په باب خبرې کيږي .