سیاست

دجمهور رييس مرستيال قانونپوه سرور دانش دچين دصدراعظم له مرستيال سره وکتل .

کابل باختر د لړم پنځلسمه :
دچين ولسي جمهوريت ته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس ددويم مرستيال  دسفر په دويمه ورځ  ، ددغه هېواد ددولتي شوراغړي او دصدراعظم مرستيال وانګ يونګ دهېواد دجمهور رييس له مرستيال  قانونپوه سرور دانش  سره  وکتل او  ددواړو هېوادونو دعلاقې وړ مسئلو په باب يې خبرې وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دهېواد دجمهور رييس مرستيال په دې کتنه کې څرګنده کړه دچين دولت په بيلابيلو برخو کې په پانګونې سربيره  دعينکو دمسو او دافغانستان په شمال کې له آمو سيند څخه دتيلو درا ايستلو په دوو مواردو کې دافغانستان له دولت سره قراردادلاسليک  کړى دى چې دغه دوه  پروژې کيداى شي ددواړو هېوادونو په اړيکو کې يو مهم ګام دى .
ده زياته کړه دافغانستان دولت او خلک له ټولو ستونزو سره سره ددغو دوو پروژو دتحقق او عملي کولو په بهير کې  دګړنديتوب غوښتنه کوي او په ټول توان سره دهغو ملاتړ کوي .
قانونپوه سروردانش دغه راز وويل تراوسه پورې دافغانستان ددولت او چين ترمنځ اته مورده تفاهم ليکونه لاسليک  شوي دي چې موږ دهغو داجرا کولو لپاره ددواړو هېوادونو ترمنځ دکاري ډلو دجوړولو غوښتنه کوو .
ده هيله څرګنده کړه چې ددغو تفاهم ليکونو په عملي کيدو سره له پخوا زيات ددواړو هېوادونو داتباعو او سوداګرو ترمنځ دتګ راتګ داسانتياو او داړيکو زمينې برابرې شي .
دجمهور رييس مرستيال داقتصادي همکاريو داړتيا په برخه کې څرګنده کړه ديوې داسې لارې اوکمربند جوړول چې دچين دجمهور رييس  له خوا طرحه شوي دي، نه يواځې دسيمې څيره بلکې دنړۍ څيره بدلوي او افغانستان يې غوڅ ملاتړ کوي .
  ده زياته کړه افغانستان دسيمې  او نړۍ په ستراتيژيکي سيمه کې ده او کولى شي دپيوستون  دمرکز او دنړيوالو  ارتباطاتو دڅلور لارې په توګه ، داسيا جنوب او ختيځ او مرکزي اسيا له يوبل سره ونښلوي .
قانونپوه دانش دغه راز ددواړو هېوادونو تاريخي او فرهنګي سوابقو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې دافغانستان خلک دچين له فرهنګ  او تمدن سره علاقمندي لري او په همدې خاطر ددواړو هېوادونو ترمنځ دزياتو اړيکو غوښتنه کوي .
ده زياته کړه په تيرو کلونو کې په کابل پوهنتون کې دچينايي  ژبې دکنفوسيوس دمطالعاتو مرکز او انستيتوت جوړ شوي دي خو داکار کفايت نه کوي او بايد ددواړو هېوادونو ترمنځ  فرهنګي او روزنيز تعاملات له پخوا زيات پراختيا ومومي .
ده په  دې ترڅ کې چې ددواړو هېوادونو دولايتونو ترمنځ دخورلنډتوب  په ګډون دفرهنګي  ارتباطاتو کې غوښتنه يې وکړه اوزياته يې کړه .
ددواړو هېوادونو ترمنځ دفرهنګي اړيکو دلازياتې ژورتيا او پراختيا په لاره کې خورلنډتوب اومحصلانو ته دتحصيلي بورسونوورکول او ددواړو هېوادونو ترمنځ دمحصلانو تګ راتګ او چين ته دافغانستان داتباعودسفر لپاره دزياتو اسانتياوو برابرول کولى شي اغيزمن رول ولري .
  په دې کتنه کې دغه راز دچين ددولت دشوراغړي وانګ يونګ افغاني  هيئت ته دښه راغلاست دويلو په ترڅ( کې  څرګنده کړه ددواړو هېوادونو چين او افغانستان ترمنځ اړيکې  چې ٢٠٠٠ کلنه سابقه لري دغه راز مخ په پراختيا دي  او زموږ دولت په غوڅه توګه دافغانستان ددولت او خلکو ملاتړ کوي .
ده زياته کړه زموږ په نظر افغانستان دبې ثباتۍ له حالت څخه دايمي ثبات  ته دليږدونې په مهم پړاو کې دى او په دې پړاو کې دچين دولت اوخلک  د افغانستان خلکو ته په درناوي سره په دغه هېواد  دخپلواکۍ ، ځمکنۍ  بشپړتيا  او دترلاسه شويو ازاديو ملاتړ کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته