سیاست

دجمهور رييس مرستيال : دهېواد دعدلي او قضايي اصلاحاتو دملي پروګرام تدوين او تصويب زموږ لومړيتوبونه دي او دبشپړيدو په حال کې دى .

کابل باختر د کب څليرويشتمه :
په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان ددفتر دقانون دواکمنۍ  دبرخې  يوناما رييس مايکل هارتمن  پرون  دجمهور رييس له مرستيال سره وکتل او دمهمو عدلي اوقضايي  موضوعګانو په باب يې ورسره  خبرې  وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: دجمهور رييس مرستيال قانونپوه سروردانش په دې کتنه کې دافغانستان له خلکو او دولت سره دملاتړ په خاطر په کابل کې دملګروملتو دسازمان له دفتر څخه دقدردانۍ  دڅرګندونو په ترڅ کې وويل :دهېواد دعدلي او قضايي نظام داصلاحاتو ملي پروګرام  تدوين شوى دى او له اړوندو بنسټونو سره له سلامشورو وروسته به ډير ژر بشپړ شي .
ده زياته کړه: له اداري فساد سره دمبارزې موضوع دعدلي اوقضايي اصلاحاتو په ملي پروګرام کې نه دى شامل شوى . ځکه دغه موضوع دعدلي اوقضايي نظام داصلاحاتو په اندازه اهميت لري اوبايد په جلاډول  هراړخيز عملي پلان ورته جوړ شي .
دجمهور رييس مرستيال دغه راز دجزايي قوانينو داصلاح  په باب هم وويل چې دافغانستان دجزايي قوانينو دتنظيم لپاره دجزا دکود تصويب ډير مهم دى چې له شپږو کلونوراپديخوا کار پرې دوام لري او له بله پلوه ددغه قانون بشپړول دافغانستان ددولت له نړيوالو ژمنو څخه دي . موږ هيله لرو چې دڅو راتلوونکو  مياشتو په دننه کې وروستى متن چمتو او دکابينې له خوا تصويب  او دتاييد لپاره ولسي جرګې ته وليږل شي .
قانونپوه سرور دانش  دغه راز وويل: دجزايي اجرااتو دقانون لومړۍ ګڼه ضميمه  چې پخوا دتقنيني فرمان په  توګه تصويب شوې ده دهېواد داړتياو او ضرورتونو له مخې ده . خوکه چيرې په دې قانون کې ستونزې وي تيارى لرو چې دهېواد له عدلي قضايي  او امنيتي بنسټونو سره په سلا مشوره کې هغه بيا وڅيړو .
ديوناما دقانون دواکمنۍ  دبرخې رييس په دې کتنه کې څرګنده کړه .دعدلي اوقضايي  اصلاحاتو په برخه کې دافغانستان ددولت داقداماتو ملاتړ کوي او په ټولو برخو کې تيارى لري چې دجمهوري رياست دمعاونيت له دفتر سره همکاري وکړي .
  ده ټينګار وکړ: ملګري ملتونه تل او په ټولو پروګرامونوکې دافغانستان ددولت اوخلکو تر څنګ ولاړ دي او هيڅکله به افغانستان ته پاملرنه کمه نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته