کابل باختر د غبرګولي نولسمه
دجمهور رييس مرستيال قانونپوه سروردانش نن دملي دفاع وزارت نوماند عبدالله حبيبي او دملي امنيت دلوى رياست نوماند محمد معصوم ستانکزي دباور دراى دترلاسه کولولپاره ولسي جرګې ته معرفي کړل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ . دجمهور رييس مرستيال دولسي جرګې دغړي شير ولي وردګ دترور او شهادت دپيښې له امله دخپګان دڅرګندولو په ترڅ کې ، اوسنيو سختو شرايطو ته په اشارې سره دکورنيو سياسي ليکو ټينګښت او پيوستون يوه جدي اړتيا وبلله او په هېواد کې امنيتي حالت ته په پاملرنې سره يې په مجلس کې دخلکو له استازو څخه وغوښتل چې ډير ژر دى معرفي شويو نوماندانو ته دتاييد راى ورکړي
دجمهور رييس مرستيال دهېواد په بيلابيلو سيموکې وروستيو ناامنيو ته په پاملرنې سره وويل سره له دې چې دروژې په مبارکه مياشت دروژې او دځان جوړوني په مياشت کې يو ، له وسله والو مخالفينوڅخه غواړم که چيرې ديوې ذرې په اندازه ددين په تعليمو پابندي او انسانيت او ديانت ته احترام لري په دې مياشت کې دې له جګړې او تاوتريخوالي څخه لاس واخلي او مسلمانو او ديندارو خلکوته اجازه ورکړي چې په ډاډه زړه خپل ديني مراسم اقامه کړي .
قانونپوه سروردانش دغه راز وويل دملي وحدت حکومت غواړي چې دملي ژوندانه په مهمو برخو کې کوتلي ګامونه واخلي .
ده وويل: موږ هوډمن يو چې داقتصادي او تجارتي سمون او دخلکو دژوندانه دحالت دښه والي په لاره کې دسيمي اوکاونډې هېوادونه دمنفي او ورانکارو سياليو پرځاى مثبتې او رغنده سيالۍ اوسيمه ئيزو اقتصادي همکاريو ته راوبولي .
دجمهور رييس مرستيال دتاپي کاسا – ١٠٠٠ پروژې ، دچابهار او داوسپنې دپټلۍ تفاهم ليک دحکومت ددغه سياست يوه بيلګه وبلله او ويې ويل چې دهغو نورو سترو پروژو داقتصادي پراختيا لپاره چې په وروستيوکلونو کې ځنډيدلي وې په سم فني او تخنيکي مديريت سره به بيا فعالې اوګټې اخستنې ته وسپارو .
ده دسلمابند پرانستل ، دکجکي بند پراختيا ، دنږدې شلو نورو بندونو دقراردادونوچمتو کيدل ، دسړکونو او لويو لارو دراکدو پروژو بيا پيلول او دمرکزي ، جنوبي او ختيځو سيمو لپاره دبريښنا دليږدونې دمزو غځول په هېواد کې اقتصادي پراختيا لپاره دحکومت دمدعا ثبوت وباله .
قانونپوه سروردانش په سياسي او امنيتي برخه کې هم دثبات او امنيت تامينول دحکومت اساسي پروګرامونه وبلل او ويې ويل موږ د دوه اړخيزو او څلور اړخيزو خبرو له لارې د سولې لپاره دخپل دريځ رښتينولي ثابته کړه خو زموږ دښمنانو زموږ دسولې پيغام نه يواځې په سمه توګه ترلاسه نه کړ بلکې په ځانمرګو بريدونوسره يې ځواب ورکړ .
دجمهور رييس مرستيال دخلکو له دښمنانو سره په مقابله کې دامنيتي ځواکونو درول له امله قدرداني وکړه او زياته يې کړه زموږ امنيتي ځواکونو په سم درک او پوهې اوپه بې ساري رشارت سره دهېواد په ګوټ ګوټ کې ددښمن عمليات ځپلي دي .
دجمهور رييس مرستيال په دولت او دهېواد ددرې ګونو قواوو ترمنځ په تيره بيا دملي شورا اوحکومت ترمنځ همغږي يو جدي ضرورت او ملي مسووليت وباله او دوارسا کنفرانس دجوړولو دوخت رانږدې کيدو او دنړيوالې ټولنې په وړاندې دافغانستان ددولت ژمنو ته په اشارې سره وويل چې دهېواد په پوځي او امنيتي برخه کې شته اړتياوته په پاملرنې سره او ددې لپاره چې ملي شورا او حکومت له دښمنانوسره په مبارزه کې خپل غوڅ جدي او ګډ تصميم او دغه راز همکاري او همغږي وښيي ، له تاسو محترمو وکيلانو څخه په کلکه غوښتنه کوم چې ډير ژر معرفي شويو نوماندانو ته دتاييد راى ورکړئ .
دجمهور رييس مرستيال دانتخاباتو دترسره کولو لپاره دحکومت دتصميم په باب هم وويل چې دانتخاباتو ترسره کول دحکومت او دملي شورا يو ګډ مسووليت دى او دحکومت له خوا امنيتي ، مالي او تخنيکي تدبيرونه دبرابريدو او بشپړيدو په حال کې دي
ده وويل چې جمهور رييس غني څو ورځې مخکې دانتخاباتو دترسره کولو لپاره دحکومت دتيارى او په دې باب دمرستې دغوښتنې په اړوند يو ليک دملګروملتو دسازمان سرمنشي ته واستاوه . او ددغه سازمان له خوا يو هيئت دانتخاباتو دترسره کولو لپاره عمومي حالت څيړلى دى او خپل رپوټ يې دملګروملتو سازمان ته وړاندې کړى دى .
سروردانش ټينګار وکړ له دې امله اوس دانتخاباتو او دانتخاباتي اصلاحاتو دترسره کولو کلي ، ملي شورا کې دخلکو د تاسو وکيلانو په لاس کې ده چې دانتخاباتي کميسيونونو د تشکيل او صلاحيت دقانون په تصويب سره په هر راز او په هره بڼه تعديل او زياتوالي سره چې لازم يې بولۍ دانتخاباتو دترسره کولو او دانتخاباتي اصلاحاتو دپيلولو لپاره لاره پرانيزئ .
0 3 دقیقې لوستل