دجمهور رييس له مرستيال سره دافغانستان داسلامي وحدت ګوند دځوانانو ددفتر دغړو کتنه .

کابل باختردلړم پنځمه :
دافغانستان  داسلامي وحدت ګونددځوانانو ددفتر غړو نن له غرمې وروسته  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست له مرستيال قانون پوه محمدسرور دانش سره وکتل  او دملي وحدت له حکومت څخه يې دځوانانو دهيلو او غوښتنو په باب  خبرې وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې کتنه کې دجمهور رييس مرستيال  له ځوانانو سره دکتنې له امله دخوښي دڅرګندولو په ترڅ کې وويل  دملي وحدت حکومت  په تيره بيا  په خپله جمهور رييس  ځوانانو ته ځانګړي  نظر لري او جدي پروګرامونه ترلاس لاندې دي .
ده زياته کړه چې په ټولو برخو کې دعدالت تحقق دافغانستان دټولو خلکو غوښتنه ده اوموږ دعدالت په تحقق لکه څنګه چې مو ژمنه کړې ده ، ژمن يو . او خپلې ټولې هلې ځلې به وکاروو چې  دخلکو دټولو قشرونو په باب  عدالت تامين شي .
دغه راز په دې کتنه کې ځوانانو دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست مرستيال ته دمبارکي دويلو په ترڅ کې خپلې ځينې وړانديزونه طرحه کړل او دملي وحدت دحکومت  دپروګرامونو په تيره بيا  دهغه څه  دتحقق غوښتنه يې وکړه  چې دبدلون او دوام په منشور کې ليکل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته