سیاست

دجمهور رييس له مرستيال سره دافغانستان دمرکزي پوهنتونونو داستادانو کتنه

کابل باختر د کب څليرويشتمه :
دکابل پوهنتون ، دکابل دطبي پوهنتون ، دکابل  دپولتخنيک  پوهنتون او دشهيد استاد ربانې دښوونې او روزنې پوهنتون اويا تنو استادانو پرون دجمهوري رياست له مرستيال  قانونپوه سرور دانش سره په کتنه کې خپلې ستونزې له هغه سره طرحه کړې او خپلو ستونزو ته دحکومت دپاملرنې  غوښتنه يې وکړه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: ددوى دڅرګندونوله مخې ، دلوړو زده کړو نوى قانون يوزيات شمير  ستونزې لري چې دپوهيالي  دعلمي رتبې  حذف ، دپوهنتونونو او پوهنځيو د رييسانو انتصابي والي ، لوړې علمي رتبې ته  درسيدو سخت شرايط او داستادانو تقاعد ددغو ستونزو له جملې څخه دي .
دجمهوري رياست مرستيال تينګار وکړ. هغه ټول بدلونونه  چې دلوړو زده کړو په قانون کې په پام کې  نيول شوي دي په ښه نيت سره دي او دپوهنتونونو او دتحصيلي او اکادميکي  چاپيريال دکچې او کيفيت دښه والي په موخه ترسره شوي دي .
ده زياته کړه :دلوړو زده کړو قانون څوکاله کيدل چې په ولسي جرګه کې داختلافونو په دليل ځنډول شوي و او دغې موضوع يولړ ستونزې پيداکړې چې وپتيل شوه په تقنيني  فرمان سره توشيح شي او هيڅ ناوړه نيت شتون  نه درلود .
قانونپوه دانش وويل: دافغانستان ټول قوانين له استثنا پرته  دتدوين او تسويد  تصويب ،  توشيح او په پاى کې په رسمي جريده کې دخپريدو په يوه پړاو کې اويا دتطبيق په پړاو کې له خنډونو او ستونزو سره مخامخ کيږي چې زياتره ستونزې دقوانينو دتطبيق په پړاو کې رامنځته کيږي .
ده ټينګار وکړ دهېواد په ټولو قوانينو کې آن په اساسي قانون کې په تيره بيا دقانون دتطبيق او عملي کولو په برخه کې يولړستونزې شته چې په تفاهم سلامشورو او وفاق  سره کولاى شو په ستونزو بريالي شو او قوانين عملي کړو .
  قانونپوه  دانش  دتطبيق  په پړاو کې دستونزو دپيداکيدو دلايل دځينو قوانينو په  ژباړنې پوري اړوند وبلل چې يو قانون په ځينو هېوادونو کې عملي دى خو په ځينو نورو هېوادونوکې عملي نه دى .
ده هغو ستونزو ته په اشارې سره چې  دقوانينو دتدوين او تصويب  په وخت پورې اړه پيداکوي وويل: په يوشمير هېوادونوکې دقوانينو دتسويد په وخت کې دتحقيق او ريسرج  له چلند سره کار اخستل کيږي او په دې وخت کې  دقانون له تدوين مخکې دبودجې مسئلې ، سيمه ئيز ،  ټولنيزاو فرهنګي شرايط تر تحليل او تجربې لاندې نيول کيږي خو زموږ په هېواد کې له بده مرغه داکار يا نه ترسره کيږي اويا ناشونى دى .
دجمهور رييس مرستيال وويل: سره له دې چې د افغانستان په پوهنتونونو کې زيات امکانات شته خو استادانو اوپوهنتونونو ته سمه نه ده چې په يوه رتبه کې اکتفا وکړي او علمي  ترفيع ونه کړي .
ده زياته کړه :دتقاعد مسئله هم يو عمومي تګلورى دى اودحقوقي  نورمونو اوميعارونو پرخلاف نه ده .
دجمهوري رياست مرستيال دې ته په اشارې  سره چې دپوهنتونونو او پوهنځيو درييسانو دانتصابي والي پرخلاف اعتراض  منطقي  نه دى ، وويل ددوى انتصابي والي دپوهنتونونو دزياترو استادانو له خوا  دجنجالونو دمخنيوي لپاره پيشنهاد شوى دى .
ده دلوړو زده کړو دقانون په باب  څرګنده کړه چې دغه قانون ملي شورا ته ليږل شوى دى او دولسي جرګې  دپروګرامونو له جدول سره سم به دشورا په اجندا کې شامل شي .
دلوړو زده کړو په قانون معترضو استادانو دلوړو زده کړو وزارت  او دملي شورا ته دخپلو نظريو او پيشنهاداتو په وړاندې کولو سره وغوښتل چې ددغه قانون په اصلاح  او ښه والي کې دى له حکومت سره مرسته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته