سیاست

دجمهور رييس له فرمان سره سم د بنديانو خلاصون .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
پنځه ديرش تنه بنديان پرون په کندز ولايت کې له بند څخه آزاد شول.
دغه بنديان داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص)د نيکمرغه ميلاد په مناسبت دافغانستان دجمهور رييس محمد اشرف غني له فرمان سره سم له بند څخه آزاد شول .
دبلخ ولايت دجيل لوى مدير لومړى څارن محمد هارون دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه کسان چې په بيلابيلو جرمونو بنديان شوي وو يو شمير يې کلونه کلونه او ځينو يې مياشتې مياشتې په جيل کې تيرې کړې دي چې اته ښځې هم پکې شاملې دي.
دجيل مدير زياته کړه په هغې موده کې چې دغه کسان بنديان وو په دوى کې مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي او دغه راز زياترو يې دبند په بهير کې ډول ډول کسبونه هم زده کړي دي .
آزاد شويو کسانو ژمنه وکړه چې نور به داسې عملونه ونه کړي چې د دوى دبيا بنديتوب سبب شي.
دبلخ ولايت دعمومي جيل دمسوولينو دڅرګندونو له مخې دا د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې دافغانستان دجمهوري رياست دفرمان له مخې پنځه دوره بنديان دي چې له دغه جيل څخه آزاديږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته