سیاست

دجمهور رييس له دويم مرسيتال سره په افغانستان کې دنړيوال سره صليب درييس کتنه .

کابل باختر د مرغومى  اوولسمه :
په افغانستان کې دنړيوال سره صليب رييس نن له غرمې وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست  ددويم مرستيال قانونپوه  سروردانش دکار دفتر ته په ورتګ  سره له افغانستان سره ددغه نړيوال  سازمان دراتلوونکو مرستو په باب توضيحات وړاندې کړل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په دې کتنه کې قانونپوه سروردانش په تيرو څه دپاسه دريو لسيزو کې له افغانستان سره ددغه سازمان دمرستو له امله دقدردانۍ په ترڅ کې څرګنده کړه .
زه په خپله  دعدليې وزارت په دوران کې له بنديانو سره دسره صليب  داغيزمنو بشر دوستانه مرستو شاهد وم او په دې پوهيږ م  چې دغه سازمان  په بې طرفانه او بشر دوستانه ډول دهغوى دژوندانه دښه والي په لاره کې ګټور کارونه ترسره کړي دي .
ده زياته کړه نړيوال سورصليب دغه راز دجګړې دټپيانو په ګډون په نورو برخو کې او دافغاني سرې مياشتې  له ټولنې  سره په همکارۍ  کې دقدر وړ هلې ځلې کړي دي چې دافغانستان خلک او دولت به هيڅکله  هغه هيرې نه کړي .
دجمهور رييس دويم مرستيال  دغه راز څرګنده کړه چې موږ  په خاصه  توګه په روغتيايي برخه کې دسره صليب دزياتو مرستو غوښتنه کوو او هيله لرو روغتيايي خدمتونه يې چې اوس يواځې په دوو ولايتونوکې دوام لري دافغانستان په ټولو ولايتونوکې پراختيا ومومي .
ده دغه راز وويل زه دسره صليب  دانساني او دبشري حقوقو په بهير کې او دغه راز دځينو قوانينو په باب دبشري  حقوقو دنورو سازمانونو دستونزو په باب معلومات لرم .
په همدې خاطر اعلاموم چې موږ تياريو دقوانينو دتعديل او اصلاح په برخه کې دخپلو نړيوالو همکارانو ښې نظرېې  په پام کې ونيسو او دافغانستان قوانين له نړيوالو او دبشر دحقوقو له قوانينو سره سم داړتيا په حدودو کې اصلاح کړو .
دجمهوررييس  دويم مرستيال زياته کړه که څه هم په تيروکلونو کې تر يوې اندازې پورې دژينو دتړونونو مادې دافغانستان په قوانينوکې ځاى کړى شوي  دي او په قانوني لحاظ دومره ستونزه نشته خو په عملي برخه کې موږ په يولړ ستونزو سره مخامخ  يو چې هيله لرو زموږ نړيوال همکاران  دپخوا په شان زموږ تر څنګ ولاړ  وي او له موږ  سره مرسته  وکړي .
دغه راز په دې کتنه کې  دنړيوال سره صليب رييس هم په تيرو کلونوکې ددغه سازمان دفعاليتونو رپوټ او هم دهغه راتلوونکي پلانونه او پروګرامونه وړاندې کړل او څرګنده يې کړه .
که څه هم  موږ اوس يواځې په دوو ولايتونوکې دسره صليب روغتونونه لرو خو هڅه او هاند کوو چې له نورو ولايتونو څخه دغو دوو روغتونو ته دټولو ټپيانو او داړو ناروغانو دليږدونې زمينه برابره کړو او دهغوى درملنه وکړو .
ده دقوانينو په برخه کې په تيره بيا دعدليې وزارت په دوران کې دجمهوري رياست ددويم مرستيال دهمکاريو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل موږ دجمهوري رياست په دويم معاونيت کې ستاسو په حضور سره  ډاډ پيداکړى دى چې نوربه دافغانستان دقوانينو په برخه کې کومه ستونزه ونه لرو .
ځکه دعدليې وزارت په دوران کې زموږ ښه همکار وى اوموږ له تاسو څخه ښه خاطره لرو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته