کابل باختر د غبرګولي نولسمه :
په پروان ولايت کې له بې وزلو ماشومانوسره دمرستې دراټولولو په موخه دمهرباني جشن ددغه ولايت دولايتي شورا درييس په نوښت جوړ شو
دباختراژانس خبريال خبر ورکړ. په دې جشن کې چې دشهيد احمد شاه مسعود په ښارګوټي کې دپروان ستار هوټل په تفريحي پارک کې جوړ شو داصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې دهېواد دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود ، دپروان والي محمد عاصم عاصم ، جګپوړو دولتي چارواکو په ملي شورا او ولايتي شورا کې دخلکو استازو ، جهادي قوماندانانو او دسيمې مشرانو برخه لرله .
لومړى دپروان دولايتي شورا رييس غلام بهاوالدين جيلاني دمهربانۍ جشن دجوړولو دموخې په باب خبرې وکړې ويي ويل ددغه پروګرام اصلي دليل ، دقلم دنه لرلو په خاطر دپروان ولايت په يوه ښوونځي کې ديو ماشوم داوښکو تويول دي چې ددغه ماشوم اوښکي دپروان په ښوونځيو کې له زرګونو بې وزلو ماشومانو سره دمرستې دراټولولو لپاره دطوفان پيل شو
ده زياته کړه دجيلاني خيريه بنسټ دنورو خيريه بنسټونو په همکارۍ خيرپال او پوهنپال کسان دې ته وهڅول چې په دغه ملي بهير کې ونډه واخلي چې له نيکه مرغه دپروان ټولو پوهنپالو مرکزونو او اشخاصو دمرستې کاروانونه چې دښوونځي بيک ، قلم او کتابچې او نور اړين توګي دي برابر کړل او دغه مرستې دپروان په ټولو ښوونځيو کې پنځوس زره بې وزلو ماشومن ته رسيږي
وروسته داصلاحاتو اوښې حکومتوالۍ په چارو کې دهېواد دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود دپروان دولايتي شورا درييس ددغه نوښت او دټولو خيريه مرکزونو او مرستندويو کسانو دونډې اخيستو له امله مننه وکړه ويې ويل ماشومان او کوچنيان دى چې دهېواد ځلانده راتلونکې جوړوي نو لازمه ده چې زياتره پانګونه دماشومانو په ښوونه او روزنه کې ترسره شي .
شاغلي مسعود دخپلو خبرو په دوام په هېواد کې له روان حالت سره اړيکه ونيوله اوله ټولو سياسي ګوندونو ، جهادي مشرانواو خلکو څخه يې وغوښتل چې دکندز په شان دناوړه پيښو په وړاندې بې توپيره پاتې نه شي او دخپل منځي مخالفتونو په لرې کولو سره دامنيتي ځواکونو تر څنګ ددښمن په وړاندې مبارزه وکړي .
1 1 دقیقه لوستل