سیاست

دجمهور رييس حکم .

کابل باختر د مرغومي يوولسمه :
دهرات ولايت  دبريښنا ، عامې روغتيا ، ترانسپورت ، داستيناف څارنوالۍ او دمرکزي روغتون درييسانو دګوښه کولو په باب  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني حکم .
دافغانستان  داساسي قانون  د٦٤ مادې  د١٣ فقرې له حکم سره سم او په دولتي  ادارو کې داصلاحاتو دپروګرام دتطبيق او دسرغړونکو کارکوونکو دتنبه کولو په مقصد چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  ددولت  په ارمانونو ژمن نه دي له دندو څخه ددغوکسانو، دهرات ولايت  دعامې روغتيا درييس ، دهرات ولايت  دمرکزي روغتون درييس ، دهرات ولايت  دبريښنا درييس ، دهرات ولايت  دترانسپورت درييس ، او دهرات ولايت  داستيناف څارنوالۍ  درييس  ګوښه کيدل منظور دى .
دنويو رييسانو تر ټاکل کيدو پورې دې ، ددغو رياستونو مسلکي مرستيالان  داړوندو چارو  سرپرستي وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته