سیاست

دجمهور رييس حکم

کابل باختر د مرغومي ديارلسمه :
دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ په بيان زي کلي کې  دپيښې دڅيړنې  اودپيښې دشهيدانو له کورنيو او ټپيانو سره دمرستې په لاره کې دهيئت دموظف کولو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني حکم .
په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د١٣٩٣کال دمرغومي دمياشتې په لسمه نيټه له غرمې وروسته  په دريو بجو دسنګين ولسوالۍ په بيانزي کلي کې دامنيتي ځواکونو او دوسله والو مخالفينو ترمنځ  دمتقابلو ډزو له امله ، دلومړنيو راپورونو له مخې  زموږ پنځه ويشت تنه هيوادوال شهيدان او پنځه څلويښت ننه نور يې ټپيان شوي دي .
انا لله وانااليه راجعون
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوري رياست دخواشينۍ او خپګان دمراتبو په څرګندولو سره دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه  ددغې زړه بوږ نوونکې پيښې شهيدانو ته  دفردوس جنت ، پاتې کسانو ته يې  دجميل صبر او ټپيانو ته  دسملاسي روغتيا هيله  کوي
په هراړخيزه توګه ددغې پيښې دڅيړنې په مقصد دسولې دعالي شورا داجرائيه غړي  الحاج دين محمد په مشرۍ اودافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دسلاکار وزير الحاج مولوي بلوڅ ، دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دسلاکار وزير مولوي محمدجوره ، په ولسي جرګه کې  دهلمند ولايت دوکيلې  نسيمې نيازي ، په ولسي جرګه کې دهلمند ولايت دوکيل عبدالحي اخندزاده ، په ولسي جرګه کې دغزني دخلکو دپخواني وکيل خيال محمد حسيني ، دقندهارولايت  دولايتي شورا دغړى  حاجي آغالالى دستګيري ، دقندهار ولايت  دقومي مشر تورن نورمحمد ، دارزګان ولايت دسناتور امان الله عظيمي ، دکورنيو چارو وزارت  داستخباراتو درييس  لوى پاسوال عصمت الله عليزي ، دجمهوري رياست دچارو دادارې  دلوى رياست  دمکافاتو دادارې درييس  رحمت الله منګل ، دجمهوري رياست دچارو دادارې  دلوي رياست  ددفاع او امنيت دادارې  دحقوقو دکارپوه  بريدجنرال عبدالقدير اکرمي ،  دملي دفاع وزارت استازي  بريد جنرال عبدالرحمن ، دملي امنيت دلوى رياست داستازي  ډګروال معصوم قريشي ،  دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې داستازي غياث الدين وردګ او دملي امنيت دشورا ددفتر دهمغږي دمرکز افسر ډګروال غلام رسول شينواري په غړيتوب دواکمن هيئت  موظف کول  منظوروم . 
هيئت موظف دى  دسيمه ئيزې ادارې  له مسوولينو ، ددين له عالمانو ، ولايتي شورا ، دسيمې له مشرانو او مخورو سره په ګډو هلوځلوکې  دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ په بيانزي کلي کې  دامنيتي ځواکونو او دوسله والو مخالفينو دمتقابلو ډزو له امله  ملکي وګړو ته  دسرداوښتي زيان  څرنګوالي  په هراړخيزه توګه وڅيړې  او دخپلو اجرااتو رپوټ دې  په ډير لنډ ممکن وخت کې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوري رياست ته وړاندې کړي .
دغه راز هيئت دې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  د ډاډګيرنې اوخواخوږۍ  دمراتبو  دڅرګندولو په ترڅ کې او ددغې پيښې دقربانيانو دکورنيو داحوالو دپوښتنې په ترڅ کې دمرستې په توګه دهر شهيد کورنۍ ته سل زره افغانۍ او هر ټپې ته پنځوس زره افغانۍ وويشي .
دهلمند ولايت  او ددغه ولايت  امنيتي بنسټونه دې؛  دهيئت امنيت په هراړخيزه توګه  تامين کړى  او داړوندو دندو په اجرا کولو کې دې  دوى ته  لازمې اسانتياوې برابرې کړي .
دملي دفاع وزارت دې  دفضا له لارې  دهلمند  ولايت ته  دهيئت  په ليږدونه او بيرته راستنولو اقدام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته