سیاست

دجمهور رئيس دويم مرستيال او د افغانستان د اسلامي وحدت دګوند مشراستاد محمدکريم خليلي د افغانستان د اسلامي ملي غورځنګ ګوند له مشراوبنسټ ايښودونکى جنرال دوستم سره په هيوادکې دسياسي په تيره بيا دجمهوري رياست د انتخاباتو د اړوندو موضوعګانو په باب خبرې اتر

کابلباختردميزان ١١
دجمهور رئيس دويم مرستيال او د افغانستان د اسلامي وحدت دګوند مشراستاد محمدکريم خليلي د افغانستان د اسلامي ملي غورځنګ ګوند له مشراوبنسټ ايښودونکى جنرال دوستم سره په هيوادکې دسياسي په تيره بيا دجمهوري رياست د انتخاباتو د اړوندو موضوعګانو په باب خبرې اترې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې دهيواد د روانو حالاتودڅيړنې په ترڅ کې د دواړو سياسي ګوندونو مشرانوپه هيواد کې دشفافو، عادلانه اوسراسري انتخاباتو په ترسره کولو ټينګاروکړ.
ددغو دوو سياسي ګوندونو د مشرانو په کتنه کې ټينګاروشوچې دغه دوه ګوندونه دې بايدپه ټول قوت اوځواک سره په انتخاباتي ټيم کې حضورولري.
په دې کتنه کې چې نن غرمه د دغو دوو سياسي ګوندونو دمشرانو ترمنځ وشوه؛ دواړولوروموافقه وکړه چې د جمهوري رياست په انتخاباتوکې يوځاى وي او د يو واحد کانديد ملاتړ وکړي.
په دې کتنه  کې د جمهوري رياست د انتخاباتو دکانديدانو په باب هم خبرې وشوې او وپتيل شوه چې د دواړو ګوندونو دملاتړ وړکانديد وروسته خلکو ته معرفي شي.
دغه دوه سياسي ګوندونه لرغوني او دوستانه اړيکې لري چې پخواپه تيره بيا دافغانستان دخلکو دجهاد اومقاومت په دوران کې نږدې همکاري درلودې.
دا دى دجمهوري رياست د انتخاباتو دترسره کولو په درشل کې د خپلونظريو په توحيدولو سره د پخوا په شان له يوبل سره همکار او ملګري دي او په انتخاباتي ټيم کې به ګډ حضورولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته