سیاست

دجمهوري رياست نوماندان ګډه اعلاميه صادروي .

کابل باختر دوږي  دولسمه :
تر څو راتلوونکو ورځو پورې به د جمهوري رياست  ددواړو نوماندانو  انتخاباتي ټيمونه  دملي وحدت  د حکومت دجوړولو په لاره کې  ګډه اعلاميه خپره کړي .
  دباختراژانس دخبر له مخې ،  دجمهوري رياست  ددواړو نوماندانو ويندويانو دملي وحدت دحکومت دجوړولو پرسر  دموافقې  داحتمال او خوشبينۍ خبرې وکړې .
  ددواړو نوماندانو  دڅرګندونو له مخې ، دوى  يوه څلور کسيزه کميټه جوړه کړې ده  چې  د يوې داسې اعلاميې په باب کار وکړي  چې انتخاباتي ډب پاى ته ورسول شي .
دنوماندانو  ويندويانو دغه راز  طرحه کړه چې په دې اعلاميه کې به ددواړو نوماندانو  نظريې  شاملې وي .
  که چيرې  دواړه نوماندان  دملي وحدت  دحکومت دجوړولو په باره کې بشپړې موافقې ته ورسيږي  ، په افغانستان کې په سوله ئيزه توګه دقدرت  دليږدونې  زمينه برابريږي .
  درارسيدلو خبرونو له مخې ،  دامريکا دبهرنيو چارو وزارت مرستيال او دملګروملتو دسازمان دسرمنشي  ځانګړي استازي ددغه بهير د برياليتوب لپاره زياتې هلې ځلې کړي دي .
  په  نوي پرمختيا کې جمهور رييس حامدکرزي  نن  دجمهوري رياست  له نوماندانو سره  کتلي دي .
  وليدل شي چې ددغو خبرو اترو او منډو ترړو نتيجې کوم ځاى ته رسيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته