سیاست

دجمهوري رياست نوماندان به بيا هم سره وګوري

کابل باختردوږي دمياشتې  ٢  :
دجمهوري رياست دوه تنه نوماندان به  دشپږم ځل  لپاره په روانه اوونۍ کې  له يوبل سره وګوري .
تراوسه پورې  ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزي پنځه ځلې له يوبل سره کتلي دي او دامريکا جمهوررييس بارک اوباما   دوه ځلې له دوى سره ټيلفوني خبرې کړې دي.
دباخترآژانس دخبرله مخې : داسې رپوټونه شته  چې  دوه سيال نوماندان په روانه اوونۍ کې بياهم له يوبل سره وګوري .
دبدلون او دوام  دانتخاباتي ټيم دويندوى  دڅرګندونوله مخې  ددغو کتنو په نتيجه کې په يوې مسلې اختلافونه  کمښت موندلى دى  خو داصلاحاتو اوهمپالنې دټيم ويندوى تينګار کوي چې دجمهوررييس او داجرائيوي رييس  دواکونو په باب  خبرې شته .
په هر حال دروانې اوونۍ ترپاى پورې ښايي  دانتخاباتو ددوامدار سريال برخليک معلوم شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته