سیاست

دجمهوري رياست لومړي مرستيال په دولتي ادارو کې دځوانانو رول ستر وباله

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم پرون د سيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې دپاليسې اومسلکي معين اوسرپرست محمد نادر يما حضور ته ومانه او داړوندو مسئلو او په سيمه ئيزو ارګانونوکې دکادرونو دځاى پرځاى کولو دپاليسۍ په باب يې ورسره خبرې وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې چې دجمهوري رياست دلومړي معاونيت دمقام ددفتر رييس ډاکتر عنايت الله بابر فرهنمند او دوستم دبنسټ رييس باتور دوستم هم برخه لرله ، دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې سرپرست ددغې ادارې دفعاليتونواوبرياليتوبونوپه باب  دجمهوري رياست لومړي مرستيال ته توضيحات وړاندې کړل او دواليانو د ټاکنو او په ولايتونوکې دسرپرستۍ دپاى ته رسولو دموضوع په باره کې يې معلومات ورکړل .
ده دجمهوري رياست له لومړي مرستيال سره دکتنې له امله د خوښۍ په څرګندولو سره ددغه رياست ددندوپه پرمخ بيولو او دستونزو په حل کولو کې دده لارښوونې مهمې وبللې او له ده څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې دسيمه ئيزو ارګانونو له ادارې سره  لازيات همکاري وکړي .
په همدې حال کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال دسيمه ئيزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست ته لارښوونه وکړه چې دځوانانو ، ژمنواو دانرژۍ خاوندو کادرونو په ټاکنه او ځاى پرځاى کولو کې پاملرنه وکړي او په دې برخه کې دې عدالت او انصاف په پام کې ونيسي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز په ادارو کې دځوانانو رول اوفعاليت ارزښتناک وباله او زياته يي کړه چې ددولتي جوړښت په کليدي پستونوکې دځوانانو ونډه زياته ارزښتناکه وبلله او زه ددغه ژمن او رسالتمند قشر  ملاتړ کوم .
په يو بل  خبر کې ويل شوي دي چې دجمهور ي رياست لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم تيرماښام دهرات ولايت دولايتي شورا له يوشمير استازو او دخلکو له مشرانو سره وکتل او له هغوى سره يې په دغه ولايت کې داوسنيو حالاتو او دشتو شخړو په باره کې خبرې وکړې .
په دې کتنه کې دهرات دولايتي  شورا رييس او دخلکو مشرانو په هېواد کې دامنيت اوثبات دټينګښت او تامينولو او دښې حکومتوالى په لاره کې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال هلې ځلې او فعاليتونه وستايل او ددغه ولايت په ځينو سيموکې  دوروستيو  ناامنيو په باب چې دخلکو دژوندانه دبهير دګډ وډيدو سبب شوي دي معلومات وړاندې کړل .
وينا والو دجمهوري رياست له لومړي مرستيال څخه وغوښتل چې دغې موضوع ته پاملرنه وکړي او له دغه ولايت څخه دې دناامنۍ دټغر دراټولولو لپاره لاره اواره کړي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست لومړي مرستيال په دې کتنه کې په انتخاباتو او په نورو ملي جريانونوکې دهرات دخلکو رول مهم وباله او ټينګار يې وکړ چې دملي وحدت حکومت کړه وړه اوس مخ  په ښه والي  دى او دخلکو دستونزو دحل کولو او داړتياو دترسره کولو په لاره کې  عملي ګامونه اخيستل کيږي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دهرات مشرانو ته ډاډ ورکړ چې انديښنه ونه لري ځکه دولت په هېواد کې حالاتو ته متوجه دى او دولت په ټول قوت سره هڅه او هاند کوي چې دخلکو غوښتنې وڅيړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته