دجمهوري رياست لومړى مرستيال په کابل کې دترکيې له سفير سره وکتل .

کابل باختر د تلي  درې ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست لومړى مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم نن له غرمې مخکې  دخپل کار په دفتر کې په کابل کې دترکيې جمهوريت  له سفير  اسمعيل ارامز  سره وکتل .
  دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  دجمهوري رياست لومړى مرستيال  په کابل کې دترکيې جمهوريت  له سفير سره  په کتنه کې وويل  چې دافغانستان  خلکو دانتخاباتو په بهير او ددغه بهير په بريالي کولو کې  زيات کړاونه  وګالل او دادى  ددې وخت رارسيدلي دى  چې  غوښتنو ته يې  ددولت له خوا  ځواب وويل شي .
  دجمهوري رياست لومړى مرستيال  يادونه وکړه  چې  اوس له فرصتونو څخه داستفادې  وخت رارسيدلى دى  او هودمن يو چې په ټولو کچو کې کار اهل ته يې وسپارل شي .
  دجمهوري رياست لومړى مرستيال په هيوادکې اوسني ستونزې  دخلکو ترمنځ  دپراخې بې سوادۍ  زيږنده وبللې او څرګنده يې کړه چې خپلې ټولې هلې ځلې به  دپوهنې  دغوړيدو او دخلکو له پرګڼو څخه  دبيسوادي  دپديدې  دله منځه وړلو په لاره کې  وکاروو .
  دجمهوري رياست لومړي مرستيال  په امنيتي مسئلو تمرکز دنوي حکومت  يو لومړيتوب وباله اوزياته يې کړه چې  په هيوادکې  دامنيت اوثبات د تامينولو لپاره  به  ددښمن  مرکزونه  او ځالې  دړې وړې  کړو چې له خپل هيواد څخه دبدامني  لمن ټوله کړو .
  په دې کتنه کې  ستر جنرال عبدالرشيد دوستم  دترکيې جمهوريت  له سفير څخه وغوښتل چې  افغان ځوانانو ته ددغه هيواد  دتحصيلي بورسونو په شمير کې زياتوالي راولي .
  په دې کتنه کې  دترکيې جمهوريت سفير  دخبرو په ترڅ کې په افغانستان کې دانتخاباتو برياليتوب  دهيواد په ګټه  او دخلکو په خير او فلاح وبلل او ويې ويل  چې دافغانستان  خلک دترکيې دخلکو په شان زغم لرونکي او صبور دى . او په پاى کې به په ستونزو بريالي شي .
  ده دغه راز وويل  چې هيله لرم په افغانستان کې نوي حکومت  په دغه هيواد کې ددموکراسي دعامولو په لاره کې  هڅه او هاند وکړي او هغه په ښه توګه  تمثيل کړي .
  ديوبل خبر له مخې ،  دجمهوري رياست  لومړي مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم نن له غرمې وروسته  دښځو دچارو وزارت  سرپرستې او ددغه وزارت  له مشرتابه هيئت ، دکار ټولنيزو چارو شهيدانو او دمعلولينو  وزارت  له سرپرستې  او ددغه وزارت  له مشرتابه هيئت ، دهيواد دشمال دولايتونو  له يوشمير انجونو او ځوانانو په ګډون له کدرونو ، د جوزجان ، فارياب  ،بلخ ، سرپل  ، تخار او دسمنګانو  دولايتونو له ګڼ شمير عالمانو مشرانو او سپين ږيرو ، دسيمه ئيز ارګانونو  دادارې  له رييس  اومشرتابه هيئت  ،  دغور ولايت  دايماق قوم  له مشرانواو روښانفکرانو ، دحج او اوقافو وزارت  له مشرتابه هيئت  ، داطلاعاتو اوفرهنګ  ، کانونو او پطروليم ، سوداګرۍ او صنايعو ، مخابراتو ، فوايد عامې او دکرنې او اوبو لګولو دوزارتونو له سرپرستانو سره  په جلا جلا توګه  دصدارت  دګلخانې په مانۍ کې  وکتل  او خبرې يې  ورسره وکړې .
  دجمهوري رياست لومړى مرستيال په دغوکتنوکې  دجمهوري رياست په انتخاباتو کې  دافغانستان دخلکو  رول  وستايه  او ويې ويل چې خلکو  دزياتو خطرونو په منلو سره  په انتخاباتو کې ګډون وکړ او دادى  هغوى  دې ته سترګې په لاره دي  چې  زموږ دګران هيواد حالت سم کړي شي .
  ستر جنرال عبدالرشيددوستم وويل  چې دهيواد  ښځو اونجونوهم په دغو انتخاباتو کې  په  فعاله توګه ګډون وکړ او ځاى لري  چې موږ ټول له هغوى څخه  مننه وکړو .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز زياته کړه  چې  دکابل ښار او دافغانستان دنورو ښارونو ښه امنيت ته  پاملرنه  ددولت  دکاري پروګرامونو  په سرکې  ځاى لري  چې  خلک په ډاډه زړه  ژوند وکړي  او دهيواد اقتصاد وده وکړي .
ستر جنرال عبدالرشيد دوستم يادونه وکړه چې موږ نور ددې زغم نه لرو چې دافغانستان دخلکو ددښمنانو له خوا  دامنيتي ځواکونو دسرتيرو او افسرانو او زموږ دنورو هيوادوالو دشهادت  شاهدان واوسو .
  دجمهوري رياست لومړي مرستيال څرګنده کړه چې په دې برخه کې  تدبيرونه نيول شوي  او عملي به شي .
  دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه  چې له امنيت وروسته پوهنې ته پاملرنه به  دکار په لارښود کې  وي .  او خلک  په خپله هم  بايد  دخپل بچيانو ښوونې او روزنې ته زياته پاملرنه وکړي .
  دجمهوري رياست لومړي مرستيال ټينګار وکړ چې  دښځو حقوقو ته پاملرنه  ددولت  له مهمو  دندو څخه  دي .  ځکه  هغوى ددې هيواد  دنارينه و په شان  په انتخاباتو کې  ارزښتناکه ونده لرله اوبايد هم  دهيواد دچارو په اداره کې خپل رول ولوبوي .
  په دغوکتنوکې  دسيمه ئيزو ارګانونو دادارې رييس  دکدري اصلاحاتو  درامنځته کولو او دولايتونو  دمرستيالانو دټاکنې  او بدلون په باب ددغې ادارې لنډ رپوټ  دجمهوري رياست  لومړي مرستيال ته وړاندي کړ .
  په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې دبيلابيلو ولايتونو دواليانو يوشمير مرستيالان  له يوه ولايت څخه  بل ولايت ته  بدل شوي دي  اويوشمير يې  دخپلو چارو په  اجرا کولوکې  دکمزورتيا په نسبت منفک شوي دي  او د هيواددځينو ولايتونو دمرستيالانو پستونه  اعلان ته  سپارل شوي دي .
  دغه راز په دغوکتنو کې  دغور ولايت مشرانو ترکابل پورې دغور دواټ  او په دغه ولايت کې  ديو پوهنتون  دجوړولو په باب  دجمهوري رياست  لومړي مرستيال ته  يو لړ پيشنهادونه  وړاندې کړل .
ستر جنرال عبدالرشيد دوستم دغور ولايت مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ددوى  دوړانديزونو په باره کې به  لازم اجراات وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته