دجمهوري رياست لومړى مرستيال او سرپرست الحاج ستر جنرال عبدالرشيد دوستم دترکيې جمهوريت دجوړيدوديو نويمې کاليزې دنمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړ
کابل باختر دلړم اوومه :
دجمهوري رياست لومړى مرستيال او سرپرست الحاج ستر جنرال عبدالرشيد دوستم نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت په استازيتوب دترکيې جمهوريت دجوړيدوديو نويمې کاليزې دنمانځنې په مراسمو کې چې په کابل کې ددغه هيواد په سفارت کې پرځاى شوي و ګډون وکړ .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، دجمهوري رياست لومړى مرستيال او سرپرست په دغومراسمو کې دترکيې جمهوريت له سفير سره دکتنې په وخت کې دځان او دافغانستان دخلکو دصميمانه مبارکيو مراتب دترکيې جمهوريت مشرتابه او خلکو ته څرګند کړل .
دجمهوري رياست لومړى مرستيال اوسرپرست په دې کتنه کې دترکيې جمهوريت خلکو او هيوادته دزياتو برياليتوبونو او نيکمرغيو هيله وکړه .
ديوبل خبر له مخې ، دجمهوري رياست لومړي مرستيال اوسرپرست الحاج ستر جنرال عبدالرشيد دوستم نن مازيګر دفارياب ، بادغيس ، او دغزني دولايتونو له ګڼ شمير عالمانو سپين ږيرو ميرمنو او ځوانانو سره وکتل او له هغوى سره يې دهيواد دحالاتو او دهغو ستونزو په باب خبرې وکړې چې خلک ورسره مخامخ دي .
په دې کتنه کې چې دصدارت دبڼ په چمن کې ترسره شوه دافغانستان داسلامي ملي غورځنګ دګوند دمرکزي شورا مرستيال سيد احمد سعيد دفارياب ولايت دخلکو په استازيتوب خبرې وکړې .
ده په خپلو خبرو کې دملي وحدت دحکومت دجوړيدو او ټينګښت له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس او دده مرستيالانو او ټولو جګپوړو چارواکو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه چې دفارياب ولايت خلک دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت تر څنګ ولاړ دي او ملاتړيې کوي .
ده يادونه وکړه چې دملي وحدت دحکومت جوړول په داسې شرايطو کې چې هيواد له زياتو چلنجونو سره مخامخ دى له بد امنۍ ، بې وزلۍ او له نورو بدمرغيو څخه دهيواددژغورنې يوازنۍ لاره ده .
دغه راز ده دفارياب ولايت پيشنهادونه دجمهوري رياست لومړي مرستيال ته وړاندې کړل .
په فارياب کې دبدامنيو پاى ته رسول ،تر هرات پورې دفارياب دحلقوي سړک بشپړول ، د فارياب ولايت له ولسواليو سره دميمنې د مواصلاتي لارو دامنيت تامينول ، ددښمنانو له بريدونو سره دمقابلې په مقصد په فارياب کې دچټک غبرکون ديوې قطعې جوړول ، په دولتي پستونوکې دتقوا لرونکو ، ماهرو او په کارپوهو کدرونو ځاى پرځاى کول ، په فارياب ولايت کې دقانون دواکمنۍ ټينګښت ، دفارياب هوايي ډګر ته پاملرنه ، يوه لومړى درجه ولايت ته دفارياب ولايت لوړول ، ددغه ولايت ځوانانو ته دورزشي لوبغالي جوړول ، دميمنې ښار خلکو ته ديو ستر کتابتون جوړول ، په عادلانه ډول تحصيلي بورسونو ته دفارياب دځوانانو استول ، دخواجه قچي بندر بيا پرانستل ، دقشقول بند جوړول چې کولى شي دفارياب اته ولسوالۍ خړوبه کړي او خلکو ته دڅښاک دروغتيايي اوبو برابرول دفارياب دخلکو وړانديزونه و چې دجمهوري رياست له لومړي مرستيال اوسرپرست سره طرحه شول .
وروسته دجمهوري رياست لومړي مرستيال اوسرپرست په دې کتنه کې دهغو زحمتونو او تکليفونو له امله چې دفارياب او دهيواد دنورو سيمو خلکو دانتخاباتو په ورځو کې وزغمل او دافغانستان دخلکو ددښمنانو له ګواښونو څخه ونه ډاريدل او دراي ورکولو سيمو ته لاړل او خپلې رايې يې وکارولې مننه او قدرداني وکړه .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال اوسرپرست وويل چې موږ په ډيرو بدو او سختو شرايطواو ورځو کې ديوبل تر څنګ ولاړ و او دزياتو قربانيو په ورکولو سره نننيو برياليتوبونو ته رسيدلي يو بايد په دې پوه شئ چې ستاسو دشهيدانو وينه بې ځايه نه دي تللي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال اوسرپرست زياته کړه چې دهيواد په ټولو څرګندو بدلونونوکې دتاسو خلکو ونډه مشهوده ده او اوس په انتخاباتو کې هم تاسو رايې کارنده او بريالي دي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال او سرپرست وويل ستاسو په ستونزو پوهيږم او تاسو ته ډاډ درکوم چې دهغو دحل کولو په لاره کې به اقدامات ترلاس لاندې ونيسو .
وروسته دشمال دخلکو په دود يوشمير برخه والو مشرانو دجمهوري رياست لومړي مرستيال اوسرپرست ته چپنې ورکړې .
دغه راز رحمت الله ترکستاني او جهانګير پهلوان دجمهوري رياست لومړي مرستيال اوسرپرست ته دوه آسان دسوغات په ډول ورکړل .
دغه راز دفارياب ولايت يو تن اوسيدونکي محمد اصف پيمان دپروفيسر غلام محمد ميمنه ګي دانځورګرۍ يوشمير تابلوګانې دسوغات په ډول دجمهوري رياست لومړى مرستيال اوسرپرست ته وړاندې کړې .
ديوبل خبر له مخې ، دجمهوري رياست لومړى مرستيال اوسرپرست الحاج ستر جنرال عبدالرشيد دوستم نن ماښام دافغانستان داسلامي جمهوريت دسترې محکمې له سرپرست عبدالرشيد راشد او له ملګروسره يې دصدارت په ماڼۍ کې وکتل .
په دې کتنه کې دسترې محکمې سرپرست دهيواد دسترې محکمې دغړو په استازيتوب دجمهوري رياست دلومړي مرستيال په توګه دستر جنرال عبدالرشيد دوستم دټاکل کيدو له امله مبارکي وويله .
ده زياته کړه هيله لرم چې په دې مقام کې ستاسو دماموريت په دوره کې ګران هيواد اوخلکو ته دزياتو خدمتونو جوګه شئ .
دغه راز دجمهوري رياست لومړي مرستيال او سرپرست ستر جنرال عبدالرشيد دوستم نن له غرمې وروسته دافغانستان داسلامي ګوند له جګپوړو مشرانو سره دخپل کار په دفتر کې له وحيد الله سباوون ، قاضي محمد امين وقاد او همايون جريرسره وکتل . او خبرې يې ورسره وکړې .
په دې کتنه کې وحيد الله سباوون دجمهوري رياست دلومړي مرستيال په توګه دستر جنرال عبدالرشيد دوستم دټاکل کيدو له امله مبارکي وويله او څرګنده يې کړه هيله لرم چې په نوي دنده کې دپخوا په شان خپل ګران هيواد ته دارزښتناکو خدمتونوجوګه شئ .