دجمهوري رياست دويم مرستيال : هيله ده چې دملي وحدت حکومت دهېواد په بيلابيلو برخو کې دمثبتو بدلونونو پيل وي

_  کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢١ :
دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت دمشرتابه هيئت  نن دجمهوري رياست له دويم مرستيال  قانونپوه  سرور دانش سره  وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرور کړ :
دسوداګرۍ او صنايعو وزارت دمشرتابه هيئت دملي  وحدت له حکومت سره ددغه وزارت  دمسوولينو د همکارۍ    په دوام باندې ټينګار وکړ او هيله يې وکړه چې دغه  حکومت وکولاى شي  دسوداګرۍ  اواقتصاد په ګډون  په بيلابيلو برخو کې دافغانستان دخلکو هيلو ته  مثبت ځواب ووايي.
په مقابل کې  دجمهوري رياست دويم مرستيال سرور دانش  ددغه وزارت له مشرتابه هيئت سره دکتنې له امله  دخوښۍ دڅرګندولو په ترڅ کې هيله وکړه چې دملي وحدت حکومت   وکولاى شي په هېواد کې دسوداګرۍ دسمون او داقتصادي پراختيا په ګډون په بيلابيلو برخو کې دمثبت ا و  رغنده بدلون    پيل وګرځي .
ده  ددولتي ادارو دقوانينو ارزښت او رول ته په اشارې سره ټينګار وکړ چې په سوداګرۍ ، پانګونې  اوپه  اقتصادي فعاليتونو پورې  اړوند قوانين  بيا وڅيړل شي  چې  ددغو قوانينو په رڼا کې سوداګرۍ ، پانګونه  او اقتصادي فعاليتونه  له پخوا زيات قانونمند شي .
ديوبل خبرله مخې :  دافغان _ترک دښوونځيو لوى رييس نعمان اردوغان نن
له غرمې مخکې دجمهوري رياست له دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش سره  وکتل .
په دې کتنه کې دافغان _ ترک  دښوونځيو رييس په دې ترڅ کې چې  دجمهوري رياست ددويم  مرستيال په توګه دقانونپوه سرور دانش دټاکل کيدو له امله  مبارکي وويله او هغه يې غوره انتخاب وباله  او ددغو ښوونځيو دکړنو په باب
دمعلوماتو دوړاندې کولو په ترڅ کې يې  دافغان _ ترک دښوونځيو دفعاليتونو
په برخه کې  دافغانستان ددولت دملاتړ  او ددولتي مقاماتو دهمکارۍ له امله
مننه او قدرداني وکړه .
دده دڅرګندونوله مخې ، دافغان _ ترک ښوونځي  ، دکانکور په آزموينو کې  ددغو ښوونځيو  دزده کوونکو دبرياليتوب کچه  ، په تحصيلي بورسونو کې ددوى ونډه ، دزده کړې دکيفيت کچه  اوپه نړيوالو  اولمپياو کې ګډون دغه راز دپراختيا په حال کې دى .
وروسته دجمهوري رياست مرستيال سرور دانش څرګنده کړه چې  ددغو ښوونځيو دفعاليت  او کړنو په باب معلومات لري  او دافغانستان او ترکيې ترمنځ  دلوړو زده کړو  او دښوونې او روزنې په کچه کې   داړيکو ټينګښت زيات ارزښت لري .
دجمهوررييس مرستيال په دې باندې په ټينګارسره چې  په افغانستان کې درونيزو موسسو کيفيت يو لومړيتوب دى      دهېواد   په نورو سيمو کې دافغان _ ترک دښوونځيو دفعاليت پراختيا  يې يوه اړتيا وبلله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته