سیاست

دجمهوري رياست دلومړي مرستيال ارواښاد مارشال محمد قسيم فهيم د مړينې په مناسبت دډاډګيرنې اوخواخوږۍ پيغامونه :

کابل باختر دکب دمياشتې  ٢١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس  حامدکرزي ، دکابينې دغړو ، دمارشال فهيم دکورنۍ  او دافغانستان دټول مسلمان ملت په نامه  نن هم دافغانستان  داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دلومړي مرستيال ارواښاد مارشال محمدقسيم فهيم  دمړينې په مناسبت باخترآژانس ته دډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغامونه رارسيدلي دي.
داصلاح  او بدلون لپاره   دځوانو فعالانو شبکې  په خپل پيغام کې ويلي دي   موږ په تيرو دولسو کلونو کې  څو ځلې له مارشال محمدقسيم فهيم سره  کتلي دي  او په زياترو مواردو کې مو  دمارشال  له سلا مشورو څخه  اغيزمنه استفاده کړې ده  .
دده ارواښاد ناڅاپي مړينه دافغانستان خلکو ، دولت  او سياسي ټولنې ته ستره ضايعه بولو .
×××××××
روند سه  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس  حامدکرزي  ، دمارشال محمد قسيم فهيم کورنۍ او پاتې کسانو او دافغانستان ټول ملت ته  دډاډګيرنې او خواخوږۍ دمراتبو دوړاندې کولو په ترڅ کې  دمارشال مړينه  په اوسني نازک پړاو کې يوه ستره ضايعه بللې ده .
×××××××
په همدې ترتيب دافغانستان دکارگرانو اوکارکوونکو دملي اتحاديې دمشرتابه هيئت دمارشال محمد فهيم مړينه يوه نه جبيره کيدونکي ضايعه بللې ده او متوفي ته يې دلوى  خداى  (ج)  له دربار څخه دفردوس جنت او دافغانستان  جمهوررييس حامدکرزي او دارواښاد کورنۍ ته يې دجميل صبر هيله کړې ده .
×××××××
دکابل ښاروالۍ کارکوونکو  دمارشال فهيم دمړينې له امله  دهېواد جمهور رييس او دارواښاد کورنۍ ته دډاډګېرنې او خواخوږۍ دمراتبو دڅرگندولو ترڅنګ مارشال فهيم  يې يو داسې مړينۍ بللې دى چې تاريخ يې نه هيروي .
××××××
د کابل ولايت دچاردهي دخلکو ټولنيزې عالي شورا  او دچاردهي د منورينو دوګړني وحدت عالي شورا  دمارشال محمدقسيم فهيم دناڅاپي مړينې له امله  دارواښاد کورنۍ او خپلوانو  ، دافغانستان داسلامي جمعيت دمشرتابه هيئت غړو او دافغانستان  ټولو مجاهدينو او مسلمان ملت ته  دډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړي دي .
×××××××××
دجبل السراج ولسوالۍ  دخلکو  دامن  ټولنيزې شورا  دمارشال فهيم دمړينې له امله  دافغانستان خلکو ته ډاډ ګيرنې اوخواخوږۍ دمراتبو  دڅرګندولو ترڅنګ  ارواښاد يې  يو داسې مړينۍ بللې دى  چې نسلونه به  دده په کارنامو ووياړي .
××××××××
دفکر او فرهنګ ټولنې   دمارشال محمدقسيم فهيم مړينه يوه نه جبيره کيدونکي ضايعه بللې ده او متوفي ته يې دلوى خداى  ج له دربار څخه  دفردوس جنت او ارواښاد  کورنۍ او مجاهدينو ته دجميل صبر هيله کړې ده .
××××××××
دکابل ښاروالۍ  دڅلورمې ناحيې ادارې منسوبينو او کارکوونکو  او دهديه دعالي دارلمعلمين ادارې او تدريسي منسوبينو او محصلانو هم   ديو پيغام په ترڅ کې دمارشال محمد قسيم فهيم مړينه يوه ضايعه بللې ده او دى يې  دهېواد په تاريخ کې  تلپاتې شخصيت بللې دى .
××××××××
په کويټ کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دسفير  ډاکتر اسدالله  حنيف بلخي په پيغام کې ويل شوي دي   چې په کويټ کې دافغانستان داسلامي جمهوريت  سفارت  په کويټ کې   دميشتو افغانانو په استازيتوب  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم دناڅاپي مړينې له امله  جمهوررييس  حامدکرزي  ، دکابينې غړو ، دارواښاد کورنۍ او دوستانو  او دافغانستان ټول ملت  ته دډاډګيرنې مراتب څرګند کړي دي  اوله الهي ذات څخه يې ارواښادته دمغفرت  اوفردوس جنت  اوپاتې کسانو ته يې  دجميل صبرهيله کړې ده .
دغه راز دمارشال محمد قسيم فهيم دمړينې له امله  دځينو سفيرانو  ، واليانو ، ټولنيزو اوفرهنګي  بنسټونو، دکارګرانو او ليکوالو داتحاديو  او دجهادي سياسي او ملي شخصيتونوله خوا باخترآژانس ته د  ډاډګيرنې اوخواخوږۍ جلاجلا پيغامونه رارسيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته