سیاست

دجمهوري رياست دلومړى معاونيت سلاکار په کابل کې دقرغزستان له سفير سره وکتل .

کابل باختر د مرغومي اووه ويشتمه :
دجمهوري رياست دلومړى معاونيت  سلاکار  په کابل کې  دقرغزستان  له سفير سره وکتل .
  دجمهوري رياست دلومړى معاونيت دمقام  دټولنيزو چارو سلاکار  حميد الله تواچي  نن مازيګر  په کابل کې  دقرغزستان  له سفير  او دقرغز قوم  له استازو سره دصدارت په ماڼۍ کې وکتل .
  دغه کتنه  دبدخشان ولايت  دواخان ولسوالۍ دستر پامير او کوچنۍ پامير په سيمو کې  دقرغز قوم  دستونزو دڅيړنې په مقصد  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دلومړى مرستيال  ستر جنرال  عبدالرشيددوستم  دپخواني  کتنې  په اړوند  وشوه  ،  دټولنيزو چارو  سلاکار  دقرغزستان جمهوريت سفير  او دقرغزي قوم  استازو ته  ښه راغلاست ووايه  او د قرغز قوم  دوړانديزونو دڅيړنې په باب يې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دلومړى مرستيال لارښوونې  څرګندې کړې .
  په کابل کې دقرغزستان جمهوريت سفير  دتيلفوني اړيکو دتامينولو،  دبوجي پاي او خرګوشي  په سرحدي سيمو کې  دګډ بازار  دجوړولو او د ناروغانو  دروغتيايي ستونزو دڅيړنې  په برخو کې  دقرغز دخلکو  دستونزو  دحل کولو په باب  دهمکاري ژمنه وکړه .
  دقرغزستان جمهوريت  سفير دغه راز  دښوونې او روزنې  او دروغتيايي ډاکترانو  داستولو اودخپل متبوع دولت  له خوا  دلنډ مهالو او اوږدمهالو بورسونو  دبرابرولو په برخه کې  دهر راز همکاري  ژمنه وکړه .
  ددغې کتنې په ترڅ کې  دقرغزستان جمهوريت  سفير  دخپل متبوع هيواد  رسمي بلن ليک  چې  دجمهوري رياست  لومړى مرستيال ته  دغه هيواد ته درسمي  دوستانه سفر  بلنه ورکړ شوې ده ، دټولنيزو چارو سلاکار ته  وړاندې کړ .
  په دې کتنه کې   دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دلومړى معاونيت دمقام  دنړيوالو اړيکو  سلاکار  محمد يونس  طغرا او دځوانانو دچارو سلاکار  عبدالحميد مرادي  هم برخه لرله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته