کابل – باختر دوږي دمياشتې ٣٠
په شپږو ورځو کې دجمهوري رياست دانتخاباتو د نوماندانو دنوم ليکنې له اعلام څخه تيريږي هيڅ نوماند دنوم ليکنې لپاره دانتخاباتو خپلواک کميسيون ته مراجعه نه ده کړې.
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور چې په دې باب يې دباختر آژانس له خبريال سره خبرې کولې وويل : چې د دوو ښځو په ګډون د جمهوري رياست دانتخاباتو اته څلويښتو تنو نوماندانو انتخاباتي ستې ترلاسه کړي دي خو نن چې دنوماندانو ليکنې له اعلام څخه شپږ ورځې تيريږي هيڅ کانديد دنوم ليکنې لپاره مراجعه نه ده کړې .
ده وويل : شپاړلس ورځې نورې پاتې دي چې دجمهوري رياست نوماندان وکولاى شي دانتخاباتو دشرايطو له مخې نومونه وليکي.
نور زياته کړه دولايتى شوراګانو لپاره تراوسه پورې د اووه ويشتو تنو ميرمنو اونجونو په ګډون دوه سوه شپږ څلويښتو تنو نومونه ليکلي دي .
دانتخاباتو د خپلواک کميسيون د ويندوى دڅرګندونو له مخې : د وروستيو شميرنو له مخې دولايتي شوراګانو په يو زرو اته سوه پنځه اتيا تنو کانديدانو انتخاباتي بستې ويشل شوي دي چې يوسلو شپږ شپيته تنه ښځې اونجونې هم پکې شاملې دي .
0 1 دقیقه لوستل