دجمهوري رياست انتخابات د ١٣٩٣ کال د ورې دمياشتې په ١٦نيټه ترسره کيږي
کابل باختردلړم دمياشتې ٩ :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى وايي چې دافغانستان دجمهوري رياست انتخابات د ١٣٩٣ کال د ورې دمياشتې په١٦ نيټه ترسره کيږي.
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نورمحمدنور دباختراژانس خبريال ته وويل: دجمهوري رياست انتخابات د ١٣٩٣ کال د ورې دمياشتې په شپاړلسمه نيټه ترسره کيږي .
ده په دې اړوند د زياتو جزئياتو له وړاندې کولو څخه ډډه وکړه.
ټاکل شوى ده نورمحمد نور په دې باب زيات جزئيات دانتخاباتو دترسره کولو دبشپړتقويم سره جوخت سبا په يوه خبري غونډه کې بيان کړي.