دجمهوررئیس غني په مشرۍ دوسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه جوړه شوه
کابل باختر/ د وږي د مياشتې ۲۰نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه تېر ماښام د ملي دفاع وزارت د سوق او ادارې په مرکز کې جوړه شوه.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د غونډې په پيل کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د هېواد د عمومي وضعیت په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ.
جمهوررئیس او د وسله والو ځواکونو اعلی سرقومندان د یاد راپور له اورېدو وروسته د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه او زړورتیا وستایله او د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د خلکو د امنیت د تامین او د تروریستي ډلو د شومو توطئو د دفع او شنډولو په برخه کې جدي اقدامات وکړي.
غونډې دغه راز د محرم لسېزي پر امنیتي پلان بحث وکړ او د جوماتونو او تکایاو د ساتونکي پلاوي او خلکو په همکارۍ یې پر هراړخیزو امنیتي تدابیرو ټینګار وکړ، ترڅو د محرم مراسم په امن فضا کې ترسره شي.
په همدې ترتیب په دې غونډې کې د جوزجان، فاریاب، سرپل، بغلان، کندز، میدان وردګو، غزني او فراه ولایتونوعمومي امنیتي وضعیت وارزول شو او د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه یې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې#.
پای – ذ