سیاست

دجمهوررئيس فرمان

کابل باختر دکب دمياشتې ١٧ :
دښځې  دنړيوالې ورځې په مناسبت د ښځينه ماشومانو  اودښځو دمجازاتو دتخفيف او بخښنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس  حامدکرزي فرمان   :
دچارو  دادارې او دوزيرانو شورا ددارلانشا دادارې   داطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ :
دافغانستان  داسلامي جمهوريت  جمهوررييس  حامدکرزي  دښځې دنړيوالې ورځې په مناسبت دښځينه ماشومانو او دښځو  دمجازاتو دتخفيف اوبخښنې په باب يو فرمان صادر کړ  دفرمان په متن کې ليکل شوي دي :
دهغو ښځينه ماشومانو او ښځو دمجازاتو  تخفيف  چې د محکمو په قطعې او وروستي حکم په حجز يا بند محکمومې شوې دي ، دښځې دنړيوالې ورځې په مناسبت  دافغانستان داساسي قانون د ٦٤ مادې   د ١٨ فقرې له  حکم سره سم
په دې ډول  منطورم  :
دمحجوزينو دمجازاتو تخفيف  :
لومــړۍ ماده  :
١_  دهغو ښځينه ماشومانو دحجز په مجازاتو کې  چې له پنځوکلونو څخه زيات په حجز محکوم شوي دي  ، يو کال تخفيف  رامنځته شي  .
٢_  دهغو ښځينه ماشومانو دحجز په مجازاتو کې چې له يو کال څخه زيات ترپنځو کلونو پورې په حجز محکوم شوې وي ، شپږمياشتې تخفيف رامنځته شي .
٣_  دهغو ښځينه ماشومانو دحجز په مجازاتو کې چې تريوکال پورې په حجز محکوم شوي وې ، درې مياشتې تخفيف رامنځته شي .
٤_  هغه محجوزين چې په دغې ماده کې دليکل شويو تخفيفونو دمحاسبې له مخې  دهغوي د محکوم بها دحجز موده بشپړيږي ، آزاد شي .

دبنديانو دمجازاتو تخفيف  :
دويمه مــاده   :
١_  دهغو بندي ښځو په مجازاتو کې  چې  له لسوکلونو څخه زيات دبند په جزا محکومې شوې وي يوکال اوشپږمياشتې تخفيف رامنځته شي .
٢_  دهغو بندي ښځو په  مجازاتو کې چې له پنځوکلونو څخه زيات ترلسو کلونو پورې دبند په  جزا محکومې شوې وي   يوکال تخفيف رامنځته شي .
٣_  دهغو بندي ښځو په مجازاتو کې چې له يو  کال څخه ترپنځو کلونو پورې دبند په جزا محکومې شوې وي شپږمياشتې تخفيف رامنځته شي .
٤_  دهغو بندي ښځو په  مجازاتو کې چې تريو کال پورې دبند په جزا محکومې شوې وي درې مياشتې تخفيف رامنځته شي .
٥_  هغه بندي ښځې  چې په دې ماده کې  دليکل شويو تخفيفونو دمحاسبې له مخې  دهغوي دمحکوم بها دبند موده بشپړيږي ، آزادې شي .

دريمه مــــاده :
په دې ماده کې  دليکل شوي  حجز اوبند دمجازاتو تخفيف او بخښنه ، دتاوان دجبيره کولو په باب  دحکمونو په عملي کولو او تطبيق ،دمحکوم بهاپه نغدي جزا  اوپه دې برخه کې دحق العبدي ددعوا په اقامه کولو باندې اغيزه نه کوي.
داړوندو اداره مکلفيت  :
څلورمه مــــاده :
؛دښځو دچارو وزارت مکلف دى هغه ښځې او نجونې چې ددغه فرمان له  حکمونو څخه په استفادې سره آزاديږي او ددوي  شرعي محارم   حاضر نه وي ،  ددوي دشرعي  محارمو تر حاضريدو پورې دې  په اړوندو ملاتړيزو مرکزونو کې  وساتي  او مراتب دي په  رسمي ډول  دهغوي کورنيو ته ابلاغ کړي.
تطبيقونکي مرجع :
پنځمه مـــــاده :
(١)  دغه ولايتي کميسيون دې  ددغه فرمان حکمونه تطبيق کړي  :
١ _   دآزادۍ دسلب څارنوال درييس په توګه .
٢_ د ملي امنيت دلوى رياست استازي  دغړي په توګه .
٣_  دښځينه بنديانو په برخه کې دجيل آمر اودمحجوزينو په برخه کې دماشومانو داصلاح او روزنې دمرکز آمر دغړو په توګه .
٤_ دافغانستان دبشردحقوقو دخپلواک کميسيون  استازى د غړي په توګه .
٥_ دښځو دچارو  وزارت استازې  دغړې په توګه .
(٢)  موظف  کميسيونونه ، مکلف دي  په دقيقه توګه د محکمومينو دسوابقو په
کتنې سره  په دې فرمان کې ليکل شوي مراتب  تعميل کړي .
(٣)   کميسيون دې خپل کاري  رپوټ دښځو اوماشومانو په تفکيک سره  داستفاده کوونکو  دټول شمير او دکار دترسره کولو دنيټې په قيدولو سره  دعدليې  اودکورنيو چارو وزارتونو او دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارلانشا  لوى رياست ته  وړاندې کړي.
(٤)  دمحکمو دوروستيو اوقطعي حکمونو دتنفيذ دتعقيب رياست دې ددغه فرمان  دحکمونو دسالم اودقيق تعميل وڅاري .
انفـــــــــاذ :
شپږمه ماده :
دغه فرمان د ١٣٩٢ کال دکب دمياشتې له ١٧نيټې څخه نافذ  دى  اوپه هغه کې ليکل شوي  حکمونه په هغو کسانو تطبيقيږي چې ددغې نيټې تر رارسيدوپورې
دهغوي پرخلاف وروستى  حکم صادريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته